مکمل غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې ناول .
زمونږ د هیواد ګوډ تیمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول نهه ویشتمه برخه لولئ :
پرلپسې **** ۵۲
هسې خو تیمورلنګ فکر کاوه چې هغه د ترکي عثمانیانو سلطنت ورختم کړې او اوس د سمرقند په لور روان دې ، ځکه چې سلطان بایزید دهغه سره بندي و او دسلطان زوې هم دهغه سره روان و . د سلطان سپه سالار علي پاشا او دهغه زوي ولیعهد د سترګو نه ورک و . او ریښتیا هم په څرګنده تو ګه داسې بریښیده چې د عثمانیانو سلطنت د تل له پاره له منځه ولاړ . خو راتلونکې وختو ډیره ژر دا خبره غلطه ثابته کړه . خوبیا هم هغه وخت چې تیمورلنګ په عثماني سلطنت باندی ګذار وکړ او بیرته سمرقند ته روان و نو په اروپا کې ډیرو دښمنانو دهمدې حالاتو انتظار کاوه ، او غوښتل یې چې د ترکانو څخه خپلې د لاسه تللې زمکې بیرته واخلي .
که څه دا دهغوې له پاره ډیره خطرناکه مرحله او خطرناکه لوبه وه . خو بیا هم هنګری ، بلغاریه ،دالاچي ، او ډیرو نورو زمکو کې بغاوتونو او سرکشیو سرونه را پورته کړل . یعنې هغوې د تیمورلنګ د حملې په اساس عثماني ترکان د تل له پاره مړه تصور کړي و.
خو د ترکانو دژوند قوت او نمو په حیرانونکي توګه څه ځانګړتیاوي لري . ډیر ځله به پوهانو ددی امپراطورۍ د تباهی وړاند وینه کوله خو بیا به هم دا سلطنت قایم او دایم و. ولایت ولایت ددې سلطنت څخه جدا شوی هم دي خوبیا به هم ترک عثماني سلطنت په پراخه زمکه باندې په پوره عزم اودبدبه کې قایم او دایم و.
ډیر زیات داسې هم کتل شويدې چې عثماني حکمرانان ، که هر څومره هم ډیر کم د حکمرانۍ په ځانګړتیاو باندي متصف و خو د خپلې تورې په زور یې تل مفتوحه رعایا ارام کړي دي . د حیرانتیا خبره ده چې عزت او وقار که هر څومره پاته شونې څیز نه دي او که دهغوې ځواک څومره هم متزلزل و خو بیا یې هم خپل ځواک په ځاې ساتلې او دد ښمن په مقابل کې خم شوي نه دي.
کله چې د تیمورلنګ لښکر د فاسفور س د بحیرې د جنوبي ساحل څخه تیریده اوعثماني سلطنت د خوب څخه رابیداریده او په خپلو دلاسه تللو مفتوحه اروپایي سیمو باندې یې بیا د ولکي کولو هڅې کولې ، نو هر چا دا فکر کاوه چې د تیمورلنګ ددې ضربي په واسطه عثماني سلطنت نور له منځه تللې د ې ، خو قدرت د ترکانو په وجودونو کې د ژوند نوې نښې نښانې راپیدا کړې اوپه ډیره لږه موده کې د سلطان بایزیدیلدرم زوي ولیعهد محمد دخپل ځواک او وړتیا په سببب ټولې هغه سیمي بیرته دعثماني سلطنت برخې و ګرځولي چې ترې جلا شوي وي. عثماني سلطنت دتیمورلنګ د دې تباه کونکي ګذار څخه هم و نه مړ . بلکه خپل ځواکونه یې بیرته سره راټول کړل اود پخوا څخه یی زیاد په پوره شجاعت او میړانې سره داسې کارونه تر سره کړل چې تاریخ یې مثال نه لري اودا ټول د علي پاشا او ولیعهد محمد د یوځاې کار کولو ، د هغوې دپوهې ، شجاعت ، زړه ورتیا او میړانی په سبب وشول.
مشهور یوناني تاریخ پوه «فنلي » د عثماني سلطنت حیرانونکي ځواک او کمزورتیا څخه بیرته ځواک ته د راګرزیدو په هکله ډیر څه لیکلي دي لکه چې وایي :
د عثماني ترکانو د حکومت جوړښت ، په عیسایي ډیره کيو سیمو باندې د ډیرو لږو مسلمانانو حمله او دهغوې سیمي لاندې کول او پر هغوې باندې بریاوې تر لاسه کول او د متمدنو هیوادونو د اوسیدونکو په مقابل کې د غیرمتمدنو قومونو دوباره ابادول د هغوې اخرین مثال دې .
هغه مخته لیکي چې:
ددې تر مخه، ګات، جرمنیانو او رومیانو هم د همداسې ځواک او قوت څرګندونه کړې وه ، اوداسې حکومتونه یې جوړ کړی و لکه څنګه چې د عثماني سلطنت تر ولکې لاندې مختلف قومونه ،رنګونه او نژادونه سره را ټول او اباد شوی و . خو د ګات ، جرمنیانو ، رومیانو او ترکانو تر منځ ډیر زیات توپیر موجود دی .
هغه لیکي چې : ګاتیانو ، جرمنیانو او رومیانو خپل رعیت په زور دخپلې سلطې لاندې را ټول کړې و خود ترکانو کار څه بل منګه و . ځکه چې هغوې تر خپل بیرغ لاندې بې شمیره مسلمان او عیسایي قبایل را ټول او دهغوې تر منځ یې داسې ټولنه جوړه کړې وه چې په خوشحالۍ سره یي دهغوې محکمي او پریکړې منلې . په ډیر عزت او احترام سره یې عثمانیانو او دهغوې ځای ناستو ته کتل او همدا دهغوې د فوقیت او لوړتیا ثبوت و. که څه هم څه نورو وحشي قومونو هم همداسې په زور ځواک تر لاسه کړې و اوشتمن ولایتونه یې یو په بل پسې نیول. خو هغه ټول دهغوې په عیش او عشرت او بداخلاقیو کې مصرفیدل. عثمانیانو د خپل عظمت ، ځواک او خپلې برترۍ له پاره د انسانيت لوړتیا معیار وګرځاوله ، او په ډیرې نیکي طر یقي سره یې د خپل لاس لاندي مختلف قومونه خوشحاله او هوسا و ساتل .
فنلي مخته لیکي چې : د عثمانیانو لمړۍ پادشا اورخان او دهغه ورور علاؤالدین و . دوې دحکومت په نظم او جوړښت کې ډیره زیاته پوهه درلوده ، هغوې د عدل ، تنظیم او فوځي امورو له پاره خپلو لښکرو ته ځانګړی روزینز نظا م جوړ کړی و .او دا دعثماني سلطنت د ځواک سر چینه شمیرل کیږي . دې خلکو د عثماني سلطنت تر واک لاندې دخپلو خپلوانو ، دوستانو او د خپل مورني وطن سره خپل ټول اړیکي پرې کړې و اویواځې او یوځې دسلطان په لمن کې سره راټول شوی و . دهغې فرمانبردار او پر هغه یې ویاړ محسوساوه .
بیا د دهغوې د نورې زیاتي حوصلي په خاطرد عثماني ترک سلاطینو له اړخه هغوې ته ځانګړې روزنه ،تربیه ، ترقي ، اعزاز، او مراتب ورکول کیدل ، چې دهغې په واسطه دهغوې په حوصلوکې ، دهغوې په ولولو کې ډ اډ او دهغوې په هیلو کې یوه نوې جذبه را ټوکیده ، او د هر وخت نه په زیات د عثماني ترکانو تابع او مطیع ګرزیدل.
دا د عثماني ترکانو داخلاقي ، تمدني او دهغوې د کړچار ، د هغوې د صاف اوپاک سلوک اغیزو چې مسلمانان اوعیسایانو دوه مختلف النوع قومونه په یوې لومې کې داسې را نښتې و لکه څنګه چې یو وخت دروم په شهنشاهیت کې ټول ولایتونه تر یوه مرکزه پورې تړل شوي او متحد و . دې خلکو سلطاني بیرغ په فاتحانه توګه رپاوه ، اودهمدې بیرغ په رپیدو سره د اسیا تر زړه او د اروپا او افریقا تر ساحلونو پورې ورسیدل.
په هرصورت دا یوه پریکړې خبره ده چې کله چې هم عثماني ترکان په کوم ازمیښت کې اچول شوي دي نوهغوې د یوه نوې ځواک سره بیرته ظهور کړې دې ، او همدا ډول حالات په دغه وخت کې هم تکرارشول . تیمورلنګ د خپلو اتو لکو فوځونو په واسطه دعثمانیانو سلطنت تباه کړ ، دهغوې سلطان یې و نیوه ،او دخپله ځانه سره یې سمرقند ته روا ن کړ ې و . خو د عثماني سلطنت رعب ا و دبدبه په همغو سیمو کې لا هماغسي پاته وه . او ددې ځواک د بیرته را پورته کولو ټول کړه وړه د علي پاشا او ولیعهد د پوهي ، اتحاد ، زړه ورتیا ، شجاعت ، او ځان ځارنی پورې را نغښتي و .
دبلي خوا نه کله چې اروپایانو ته خبر ورسید چې بایزید یلدرم د تیمورلنګ له خوا بندي شوي دې او هغه يي د اوسپنې په پنجره کې بندې له ځانه سره سمرقند ته روان کړي دې نو په اروپا کې دڅواونيو له پاره د فتح اوسوبي جشن لمانځل کیده . کله چې هغوې ته دا خبر را ورسید چې د عثماني سلطنت د تیمورلنګ له خوا بلکل تر پښو لاندې شوی دې نو هغوې د عثماني ترکانو څخه دبدلې د اخستلو هوډ وکړ .
ددې مقصد له پاره اروپایي صلیبیانو یو ځل بیا خپل ځواک سره را ټول کړ . او دټولو ځواکونو تر منځ دخپلمنځي سلا مشورو وروسته دا پریکړه و شوه چې یو ستر لښکر ، لکه د پخوا په څیر، د نایکوپولس د ښار په څنډو کې سره راټول کړي . اول د ترکانو تر ولکي لاندې ټولې اروپایي سیمي بیرته ترخپلې ولکې لاندې راوړي ، هلته خپل ځانونه منظم او ځواکونه منسجم کړي ، اودهغې وروسته د فاسفورس د بحیرې څخه تیر شي او د ترکانو اسیاي مرکز د تباهۍ او بربادۍ وروسته ولکه کړی او په دې تر تیب د عثماني ترکانو ټوله سیمه تر خپلې ولکې لاندې راوړي .
هغوې دخپلو ارادو د پوره کولو له پاره په ډیره چټګه توګه صلیبي ځواکونه سره را ټول کړل او د نایکوپولس د ښار سره یې ځاې په ځاې کړل .
که څه هم تیمورلنګ په خپل فکر کې عثماني سلطنت له منځه وړې و ، خودا دهغه خام خیالي وه ، ځکه د تیمورلنګ د مړیني وروسته پخپله دهغه سلطنت او پادشاهي دوړی وړي شوه ، خو دسلطان بایزید د مړیني وروسته دهغه سلطنت نور هم ځواکمن اوقوي را څرګند شو.
د بایزید د نیولو اودهغې د مړیني وروسته ترکانو ته داسې یو شجاع ، با انصافه ، زړه ور ، زغم کونکې او ازاد فکره سلطان ته اړتیا وه چې د تیمورلنګ دمظالمو او تیریو تلافي وکړاې شی او عثماني سلطنت بیرته خپل هغه عروج او لوړتیا و ته ورسوی چې د تیمورلنګ د یرغل د مخه و .
د سلطان بایزید یلدرم په زوې ولیعهد محمد کې دا ټولې خوبیاني را ټولې شوي وې ، یونانیانو به دې ولیعهد ته د اوښ په څیر د ازاد مزاج خاوند وایه . عثماني سلطنت چې څومره د خپلو اخلافو او اسلافو د جنګي وړتیا و احسان مند دي نو همغومره د ولیعهد محمد د ذکاوت ، او محتاط طبیعت احسان مند هم دی ..
هیڅ شاهي کورنۍ دداسې ذکي حکمرانانو او ځای ناستو په پرلپسې والې باندې دومره ویاړ نه شي کولې لکه څومره چې عثماني سلطنت حکمرانانو په څوارلسمه ، پنځلسمه ، شپاړسمه او اولسمه پیړۍ کې شهرت پیدا کړ او خپل سلطنت یې عروج ته ورساوه .
د عثمانیانو عروج د سلطان اورخان څخه پیل شوي و، چې دخپل پلار عثمان وروسته یې دعثماني سلطنت دنسټ ډبره کیښوده ، دهغې کورنۍ دویم کس چې د جنګ په ډګرونو کې یې دښمن ډیرې ډیري را وپرځول هغه مراد اول دې ، دریم یې سلطان بایزید یلدرم دې چې د نایکوپولس په میدانو کې يي د صلیبیانو متحده ځواک ته ماتی ورکړه ا و هغوې یې دپوره تباهۍ سره مخ کړل . څلورم کس د بایزیدیلدرم زوې ولیعهد محمد و چې د ترکانو درالویدلې ماڼۍ معمار دې . پنځم یې مراد ثاني دي چې سکندر یې پرې نښود چې د ترکانو پر خلاف د سترګو د راپورته کولو جرأت هم و نه کړي . شپږم یي محمد ثاني دې چې قسطنطنیه یې ونیوله او د عثماني سلطنت برخه یې و ګرځوله ، اوم یې اول سلیم دې چې کردستان ، سوریه او مصر یې د عثماني سلطنت برخه وګرځول ، او اتم یې سلیمان عالیشان دې چې نه یواځې د موهاکو د میدانو فاتح و بلکه د ویانا دروازه یې هم ور وهله ،او دسمندرونو له لارې یې دخپل امیر البحر په تعاون سره د اروپایانو ټول بحري ځواکونه سره مات را مات کړل.
په هیڅ هیواد کې په پرلپسې توګه داسې ځاېناستي نه دې تیر شوي اونه دداسې حکمرانانو د ځای ناستو له اړخه دوه پیړۍ په پرلپسې توګه حکومت شوې او خپلې واکمنۍ ته یې پراختیا ورکړي ده .
علي پاشا او ولي عهد محمد دهیلس ددریاب دې غاړې ته په غرنیو لمنو کې قیام وکړ ، دهغوې سره د خوراک څښا ک کافي ذخیره موجوده وه . وسله یې هم په کافي اندازه درلوده ،نو هغوې ډاډمن و خو بیا تر اوسه پورې هغوې ته د تیمورلنګ له اړخه کوم عکس العمل رانغې ، خو ددې سره سره دوې هیله من و او دهمدې له پاره یې خپل تکړه جاسوسان ټاکلي و.
علي پاشا د تیمورلنګ لمسی وژلې و او بیا يي د هغه په وینه تیمورلنګ ته د سپکاوي ډک لیک لیکلي و او وراستولې یې و . په دې خاطر علي پاشا او لیعهد محمد د تیمورلنګ له اړخه دکومي ناڅاپې یرغل اویا شپیني یرغل منتظر و .او هر وخت یې دا خطر هم احساساوه . نو په دې خاطر دهر ناڅاپې یرغل په مقابل کې تیار ولاړو .
***** ۵۳
یوه ورځ د ماښام د مخه علي پاشا او ولیعهد محمد دواړه ولاړ و اود لښکرو له پاره یې د ډوډۍ دتیارولو څارنه کوله چې څو کسه سپاره دهغوې لورې ته په ګړندی توګه را ورسیدل . هغوې علي پاشا او ولیعهد محمد ته د رارسیدو سره سم خپل آسونه ودرول او دخپلو اسونو څخه راښکته شول . علي پاشا او ولیعهد محمد هغوې دواړه و پیژندل ، هغوې ډیر باوري مخبران وو. دهغوې په لور په کتلو سره علي پاشا او ولیعهد محمد دواړه ډیر هیله من شوي و او په پلټونکي توګه یې خپلو مخبرانو ته کتل . دخپلو اسونو څخه د را ښکته کیدو سره سم دهغو مخبرانو څخه یوه وویل :
سلطان محمد بن بایزید: اودروند امیر علي پاشا ! تاسې دواړو ته دوه ډیر بد خبرونه او دوه ډیر ښه خبرونه مونږ له ځانه سره لرو.
څرنګه چې راغلي مخبر ولیعهد محمد ته د سلطان خطاب وکړ نو ولیعهد محمد هغه ته په ډیرو خیره سترګو و کتل ، مخبر هم په همغه ډول هغوې ته وکتل او ورته یي وویل :
سلطان محمد بن بایزید ! زه ستا د سترګو په کتلو باندې پوه شوم خو زه د حقیقت څخه کار اخلم ، هغه څلور خبرونه مې چې له ځانه سره راوړي دي نو دهمغې خبرونو په بنسټ مي تاته د سلطان په نامه خطاب کړې . لمړۍ دوه ښه خبرونه در ته اوایم او بیا به دوه خراب خبرونه چې زمونږ له پاره زیانمن ثابتیږی درته واورم .
ښه خبرونه دادې چې د بروصې په ښار کې د سلطنت ټول اراکین را ټول شوي دي ،دهغوې دا غونډه محترم برهان الدین را بللې وه ، په دې غونډه کې ټولو په یوه خوله ته د سلطان په څیر و ټاکلي ،ځکه کوم حالات اوواقعات چې مخته راځي د هغې په مطابق تیمورلنګ زمونږ سلطان نه را خوشی کوي ، نو دهغه په نه موجودیت کې بل څوک ، پرته له تا نشته چې د سلطنت امور مخته بوځي ، او بیروني یرغلګرو څخه د هیواد دفاع وکړي ، په همدې خاطر په بروصې کې د سلطنت اراکینو د برهان الدین په مشرۍ غونډه وکړ ه اوتاسې یې د سلطان په حیث و ټاکلئ ، شونې ده چې برهان الدین پخپله ستاسې په خدمت کې حاضر شي اودا خبر تاسې ته واوروي .
دې خبر په ولیعهد محمد باندې ډیر بد اغیز وکړ ، تر ډیره پورې په خپل ځاې ولاړ و او خپلې شونډی یې چیچلې ، ځکه په دې خبر کې دسلطان بایزید نیول او بندي کول هم شامل و . بیا وروسته ولیعهد په ژړا شو په زمکه کیناست ، بیا یي د زمکي په تیږلوړه ځاې باندی سجده وکړه ،اوپه ډیره عاجزۍ او انکسارۍ سره یې وویل:
اې زما خدایه ! زه ستا ډیر عاجز او مسکین بنده یم ، زما ارزو سلطاني او حکمراني نه ده . خو اې خدایه ! که چیرې خلکو زه ددې منصب له پاره ټاکلي یم نو اې پروردګاره ! ماته استطاعت ، استقامت ، او همت را په برخه کړه تر څو زه خپل قوم او ولس ددغه مصیبتونو ، غمونو ، تیارو او توپانو څخه به بري سره بیرون کړم . اې پروردګاره ! زما قوم همدا اوس په ډیرو مصیبتونو ، تکلیفونو او غمونو کې اخته دې نو ما ته همت او قدرت را په برخه کړه ، زما سره نصرت وکړه تر څو دهغوخلکو پر خلاف توره وګرځم چې په ستره بیدیا کې ځلیدا سپوږمۍ او شګې اوبه ګڼي . اې پروردګاره ! زما سره کومک وکړه چې ستا د همدې نصرت په واسطه د خپل قوم له پاره په دې تیارې لارې کې منزل ته د رسیدو له پاره روښناي ولټوم …..
ولیعهد ددې دعا وروست چپ شو . را پورته شو ، خپلې سترګې یې په خپلې لنګۍ باندې وچې کړې ، د ولیعهد ددې حالت په کتلو باندي علي پاشا هم ژړغونی و خو وروسته بیا علي پاشا ورته وویل :
په دې غرنیو لمنو کې دهر چا دمخه زه تاته د سلطان کیدو مبارکي وایم ، سلطان محمده ! زه له تاسره ژمنه کوم چې هغه نا هیلي چې د تیمورلنګ په واسطه پیدا شوې ده نو ډیر ژر به مونږ دا د ویرې اوخوف غلام لري و غورزوو.، خپل پخوانې عظمت اولوړتیا به بیرته ر ا وګرځوو. درونده سلطانه! د سلطان په حیث ستا د ټاکلو سره سم زه دا ژمنه کوم چې زه به دخپلې ویني تر اخري څاڅکي پورې دخپل قوم اوولس د ښیګڼي له پاره خپل ژوند وقف کړم .
دعلي پاشا په دې خبرو باندې محمد چپ شو خو کله چې علي پاشا چپ شو نو بیایي علي پاشا ته وکتل او ورته یي وویل :علي پاشا وروره ! ماته به ته یواځې ورور او یا محمد واي .
ددخبرې وروسته ولیعهد محمد چپ شو خو غوښتل یي نور څه هم ووایي خو علی پاشا یې خبرې غوڅي کړې او ورته یې وویل :
درونده سلطانه ! تر هغې چې د خطاب کولو پوښتنه را ولاړیږي ،نو زه به تاته سلطان وایم ، کله چې ته د قوم له اړخه سلطان و ټاکل شوي نو بیا علي پاشا څوک دې چې هغه به تاته سلطان نه وایي . او لکه څنګه مي چې دپوره ریښتونولې سره د بایزیدیلدرم سره هر ډول ځان ځارنه کړي ده په همدې ترتیب به یې له تاسره هم وکړم. دعلي پاشا په دې خبرو باندې سلطان محمد خوشحاله شو او علي پاشا ته یې وویل :
زما درونده وروره ! څه چې ته وایي هغه وایه ، ځکه چې ماته څرګنده ده چې ته د ملت د ښیګڼي او پرمختګ له پاره زما څخه ډیر مصروف يی . زما وروره ! په دغو نا مساعده حالاتو کې ، په ډیرو بدو وختو کې یواځي ته زما ښې لاس یې ، همدا ته زما ځواک يي ،او همدا ته زما مټ یې ، زما تر مخه همدا ته یواځني شخصیت یي چې د خدای نه وروسته پرې باور او اعتماد سره په دښمن باندې دګذار کولو همت او قوت را کي پیدا کیږي . زما وروره ! راغلیو مخبرانو لا تر اوسه پورې یوه خبره کړې ده ، او تر اوسه دهغوې سره درې نور مهم خبرونه هم شته . را ځه چې دهغوې څخه هغه خبرونه هم واورو . بیا به دواړه ورورنه کینو او یوځاې به د راتلونکي له پاره پلان جوړ کړو .
سلطان محمد ، دعلي پاشا نه مخ مخبرانو لورې ته کړ او دهغو څخه هغه یوه چې خبره کوله هغه ته یې وویل :
ستا دوینا په اساس یو خبر خو ښه و چې تا مونږ ته وویلې ، خو تا په پیل کې ویلي و چې دوه ښه خبرونه دی ، بل ښه خبر څه دې ؟
په ځواب کې مخبر ورته وویلې : هغه بل ښه خبر چې غواړم تاسې ته یې واوروم چې هغه خط چې علي پاشا د تیمورلنګ له پاره دهغه د لمسي په وینه لیکلي او ور استولې و، تیمورلنګ دهغې په لوستلو باندې ولړزید،د هغې لیک په لوست سره ، داسې و ګڼۍ ، چې د تیمور لنګ ملا ور ماته شوه . تر ډیره پورې هغه دخبرو اترو څخه وتلې و . ګونګ ناست و . هغه وخت چې لیک هغه ته ورکړ شو نو هغه د جشن په مستیو کې مست و او زمونږ سلطان بایزید یلدرم هم دهغه به څنګ کې ناست و نو دعلي پاشا د لیک په لوستلو باندې زمونږ د سلطان په مخ باندې د خوشحالۍ نښې را ښکاره شوې .
درونده سلطانه ! په دې لیک کې علي پاشا تیمورلنګ ته په غرنیو لمنوکې د خپل ځاې ځیګي په اړه هم پوره معلړمات ورکړي و . خو د هغو غرنیو سیمو ته د راتګ پر ځاې تیمورلنګ د سمرقند په لور خپل فوځ ته دکوچ کولو حکم وکړ. اوهغه لښکر چې د سمرقند څخه یې دعثماني سلطنت د نیولو د خوشحالیو نغاری وهلي اوس بیرته د سمرقند په لور به ژړا او فریاد سره د تورو جنډو تر سیورې لاندې روان دې . په دې لښکر کې د علي پاشا په لاسو دتیمورلنګ د وژل شوې ولیعهد مور ، خانزاده ، هم ورګډه ده . ویل کیږي چې دتیمورلنګ په لښکر کې دهغې ژړا، واویلا ، چغو او سورو په خپله تیمور لنګ څخه لیوني جوړ کړې دې.
ددې مخبر د خبرو په منځ کې سلطان محمد وویل :
داسې وګڼه چې دا خبر دهغه لمړي خبر څخه هم ډیر خوشحاله ونکي دې . نو که چیرې تیمورلنګ دخپل لښکر سره یو ځاې د سمرقند په لور خوزیدلې وي نو داسې وګڼئ چې هغه په خپل زړه کې دا ګمان کړې دې چې هغه به د انقرې په میدان کې یو ځل د په شاتګ وروسته ، زمونږ د قوت خاتمه کړی وي دا دهغه خیال دې ، په ترکانو باندې داسې ډیر وختونه راغلی دي خو په هر وخت کې ترکان د پخوا څخه ډیر ځواکمن شوي دي . اوس نو دهغه دوو خرابو خبرونو پیل وکړه ترڅو وپوهیږو چې دهغو دوو ښو خبرونو څخه وروسته دا بد خبرونه کوم کوم دي .
دسلطان محمد به دې خبره باندې د مخبر خوله خندانه شوه او په ډیر احترام یې وویل :
درونده سلطانه ! ما لا تراوسه خپله خبره نه ده پوره کړې ، ما چې دومره ښه خبر اوراوه نو تا په منځ کې زما خبره غوڅه کړه . اوکه نه ما خو دهغې خبر یواځې هغه لمړنۍ برخه تاته واوروله ، اصل خبره خو زه اوس کوم . دتیمورلنګ د لښکر سره یو ځاې زمونږ څه ملګری اوړی را اوړي ، کله چې هغه کوچ کاوه نو هغه وخت هم ښي او چپ لور ې ته اوهم شاته او مخې ته دهغوې څارنه کیدله ، او اوس چې دهغه ښه خبر اخري برخه ده هغه داده چې د شمال په لور دڅومیلو تګ نه وروسته په یو ځاې کې تیمورلنګ خپل فوځ ته د پړاو کولو حکم وکړ . د بروصې د خزانو د لوټولو نه وروسته چې کوم څه دهغه لاس ته ورغلي و هغه یې هملته د خپل قیام په وخت کې په څو برخو وویشله . دهغوې څخه یې یوه برخه روسی او اروپایی لښکرو ته ورکړه ، دا روسي اواروپایي لښکر اوس سوکه سوکه مخکی تګ کوي او د تورې بحیرې غاړې غاړې ته به ځي هلته ورته د بحر په غاړه یو دینسي سمندري بیړه منتظره ولاړه ده . دغه بیړه روسي او اروپایی لښکر دفاسفورس د دریاب څخه تیروي او ډینیوب ډلټا ته یي روسی ، درونده سلطانه ! تا ته به یاد وي چې د اروپا دوه شهزادګان ، سایرکن او ایکسلا ، د تیمورپه لښکر کې یوځاې شوی و،دهغوې څخه یو یې ، سائرکن ، په جنګ کې ووژل شو.او ایکسلا خوندی دې ، او اوس همدغه ایکسلا د اروپایي ټولو ځواکونو قومندانی په غاړه لري . خو دروسي فوځونو قومنداني پخپله یو روسي سپه سالار کوي.
درونده سلطانه ! ددې خبر نوعیت په دې کې دې چې که چیرې ته او علي پاشا ګړندې سفر وکړئ نو نو دغه روسی او اروپایي لښکر به د دینسي بحري بیړۍ ته د ور رسیدو تر مخه ونیسۍ او کار به یې ورتمام کړئ . نو که چیری تاسې دغه متحده لښکر د توری بحیري په غاړه له منّځه یوسئ نو بیا یاد ساتئ چې دا خبر دسمرقند په لور د تلونکي تیمورلنګ پورې هم ور رسیږي ، هغه ته لمړۍ ضربه دهغه د لمسي دمړیني ، ددوه لکو فوځونو د له منځه تللو په وخت کې ورکړل شوې دې او که خداې وغواړې نو دهغه ملا ته به دویمه ضربه د روسی او اروپایی لښکرو د ماتې په اساس ورکړل شي . زه هیله لرم چې دا خبر به تیمورلنګ له یوه سره مات کړي ، ځکه چې تیمورلنګ د ماتې خوړلو دغږ سره عادت نه لري . کله چې هغه ته خبر ورکړل شو چې د انقري په شاوخوا کې د هغه لمسي ډیره خرابه ماتي خوړلې اوپخپله په کې هم له منځه تللې دې نو دهغه د مخ حال داسې و چې په خوله باندې نه شي بیانیدلاې .
مخبر تر دې ځایه خبرې وکړې او لږ څه توقف یی وکړ . څه فکر یی وکړ، سلطان او علي پاشا ته یې وکتل اوبیا یی خپله خبره شروع کړه.
درونده سلطانه ! لمړۍ دوه ښه خبرونه مې تاسې ته وویل : خو زمونږ سره داسې خبرونه دې چې زمونږ له پاره خطرناک ګرځیداې شی . هغه درته وایم ، خو که چیرې ددې خبرونو څخه هم مونږ په خپل وخت لاس وګریوان شونو زه هیله لرم چې هغه خطر ات چې زمونږ په سرونو باندې ګرځي هغه به مونږ و ځنډولې شو.
لمړۍ خبر د کرمیان په اړه دې . پخوا سلطان بایزیدیلدرم د کرمیانو قوت اوځواک ځپلې و .اودکرمیان حاکم د ماتي خوړولو وروسته تښتیدلې و . اودهغې ټولې سیمې سلطان بایزیدیلدرم په خپل سلطنت کې را ګډی کړی وې ، خو دهغه وخته چې عیسايي نړۍ تیمورلنګ زمونږ پر خلاف را ولمساوه ،نو تیمورلنګ زمونږ مخې ته دراتللو څخه هم ویریده ، اودخپل ځان په شاوخوا یې ځواکونه تقویه کول ، په همدې ځواکونو کي یو دکرمیان د حاکم هم دې .
زمونږ په لاسو د ماتې خوړلو وروسته دکرمیان حاکم په خپله دتیمورلنګ دربار ته ورغلې و . اوزمونږ پر خلاف یې ترې کومک غوښتې و . تیمورلنګ دهغه موجودیت دخپل ځان له پاره یو غنیمت ګاڼه ، هغه د کرمیان والي ته کومک هم ورکړ او فوځ یې هم ورسره ملګري کړ . نو اوس دکرمیان والي د تیمور لنګ د ورکړل شوي ځواک سره یو ځاې یو ستر قوت راټول کړې دې .
ددې نه اخوا دا چې تیمورلنګ دکوچ کولو تر مخه دکرمیان د حاکم سره د یوه قاصد په واسطه اړیکي کلک کړي هغه ته یې نورزیات مالي کومکونه هم استولي دي او دخپل لښکر څه دلګي یي هم ور لیږلي دي . تر څو د تیمورلنګ نه وروسته د کرمیان حاکم زمونږ دغه پاته ځواکونه له منځه یوسي .اوپه راتلونکي کې ترکان ددې وړتیا و نه لري چې هغوې د تیمور دتاتاریانو پر خلاف کوم عمل وکړي .اودخپلې ناکامۍ انتقام واخلي. د کرمیان حاکم ددې ځواک د تر لاسه کولو وروسته په مستۍ کې راغلې او هغه سیمي چې په تیرووختو کې يي تر خپل واک لاندې درلودې پر هغوې یرغل کړې او بیرته یې ولکه کړي دي ، خواوس هغه هڅه کوي چې خپل حکومت او نظام مستحکم کړي ، زما په فکر چې د نظام دټینګښت وروسته به هغه زمونږ پر سلطنت نورې حملې هم وکړ ې او زمونږ د کمزورې کولو له پاره به کار وکړي . دا لمړۍ بد خبر و .
دویم بد خبر په اروپا کې د صلیبي ځواکونو په اړه دې . داروپا هر هیواد او هرې برخې ته دا خبر ورسیدلې دې چې د انقرې سره نژدې مونږ د تیمورلنګ په مقابل کې ماته خوړلې ده . اودا چې تیمورلنګ زمونږ ځواک په مکمله توګه له منځه وړې او تر پښو لاندې کړې یې دې ، اوس د اروپا دا ځواکونه فکر کوي چې تیمورلنګ د ترکانو ټول شته او ځواک د تاتاریانو د لښکرو په واسطه پناه کړ او ترکان اوس د بیرته را پورته کیدو وړ نه دي .
دې خبرو داروپایي ځواکونو حوصلي غښتلي کړي دي ، که څه هم مونږ په پولوپ کې د راهبانو او پادریانو انجمن له منځه وړې دې ځکه همغوې و چې د صلیبي جنګونو له پاره یې خلک تیارول او دهمدې صلیبي جنګونو پیلامه یې کړې وه ، خو لا تر اوسه دهغوې د ټولو مشر پاپای اعظم یې ژوندې دې او هغه به په هر صورت د صلیبي جنګونو پیلامه یو ځل بیا کوي او د تیرو صلیبي جنګونو د ماتې بدل به اخلي ، اوس دهمغې په وینا صلیبي ځواکونه یوځل بیا زمونږ پر خلاف را ټولیږې او دنایکوپولس د ښار په شاوخوا کې یې د را ټولیدو لړۍ روانه ده ، تر اوسه هغوې په ډیر لمړني حالت کې دې ، او ل داچې تر اوسه یې د فوځونو شمیره دومره نه ده لوړه شوي چې زمونږ له پاره خطر ناکه و ګرځي ، خو بیا هم دټولې اروپا څخه صلیبي جنګجویان ډلې ډلې هلته نایکوپولس ته را رسیږي ، او سوګند یې یادکړې چې نن تیمورلنګ د عثماني ترکانو فوځ تر پښو لاندې کړې نو مونږ به هم خپله بدله اخلو او خپلې د لاسه تللې سیمي بیرته ولکه کوو. بلکه تر څنګ به یې عثماني ترکان داروپا څخه بیرته باسو. هغوې دهمدې هوډ لاندې را ټولیږی .
مخبر مخته ولاړ او زیاته یې کړه چې :
درونده سلطانه !دا هغه دوه بد خبرونه و چې تاسي ته مې په مخکې کیښودل ، اوس ،درونده سلطانه ! که ما او ملګري ته مي کوم حکم وی نو وي وایاست .
زما دوستانو ! لږه شیبه ځنډ وکړئ . زه دخپل ورور علي پاشا سره مشوره کوم . د اخري پریکړې په هکله به تاسې خبر کړم . داخبرې سلطان په ډیرغور سره خپلو مخبرانو ته د کتلو وروسته وکړې او بیا سلطان د علي پاشا په لور ور وګرځید او ورته یی وویل :
علي پاشا! زما وروره ! خبره خو ټوله هغه ده مخبرانو ستا تر مخ وکړه . وروره ! دخوشحالۍ خبره خو داده چې تیمورلنګ ستا چلنچ نه دمنلې او د غرنیو سیمو په لور د راتګ په ځاې یې د سمرقند په لور خپل فوځ کوچ کړې دې .او زما له پاره د ناخوښۍ خبره دداده چې زما محبوب پلار د تیمور لنګ سره بندي دي . زما ورور موسې او زما میرنۍ مور ډسپنا هم ورسره بندیان دي . زما له پاره همدا د ډیر درد او تکلیف نه ډکه خبره ده.
زماوروره ! اوس زمونږ تر مخ درې محاذه دي ، یو د روسانو او اروپایانو دمتحده لښکر چې همدا اوس د روم د بحیرې په لور د ډینس د بیړۍ په لور روان دي . بل د کرمیان د حکمران چې همدا اوس یې زمونږ په ځینو سمیو باندې ولکه کړي ده ، او دریم د صلیبي ځواکونو محاذ دې چې همدا اوس د نایکوپولس د ښار په شاوخوا کې سره را غونډیږي . وروره ! زه دا ټول کارونه تا ته درسپارم ، ددې څخه مخته زما پلار بایزید یلدرم هم په ټولو کارونو کې له تاسره مشوره کوله ،وروره ! ستا تجربه او پوهه له ماڅخه ډیره زیاته ده . زه ستا د پوهې او تجربي په مقابل کې په نشت شمیرل کیږم . هر هغه پریکړه چې ته وکړې او هر هغه مشوره چې ته راکړې هغه به اخري وی اوس ووایه چې ددې ټولو حالاتو د کنترولولو له پاره څه ډول پلان باید جوړ کړل شی .
د سلطان محمد دپوښتنې په هکله علي پاشا لږ څه توقف وکړ او په فکر کي ډوب شو .اوبیا یي وویل:
درونده سلطانه! ما ستا او د مخبرانو تر منځ دخبرو په وخت کې یوه ډیره ستره پریکړه کړې ده . هغه څه چې زه یي وایم په غور سره یې واوره . دا چې اوس اروپایی او صلیبي ځواکونه یو ځل بیا د نایکوپولس دښار په شاوخوا کې سره را ټولیږی ،همداسي یې پریږده چې راټول شي . دا چې هغوې زمونږپه مقابل کې خپل ځانونه سنبالوي په هغې کې ډیر وخت لږیږي . مونږ ددې اړتیا نه لرو چې سمدستي دهغوې په مقابل کې متحرک شو. که چیری مونږ داسې وکړو نو زیان به یې مونږ ته راشي . زمونږ له پاره بل محاذ دکرمیان محاذ دې ، خو دکرمیان حاکم هم هر څه یې چې زړه غواړ ي و دې یي کړي ، هغه ته یو څو ورځي ازادي ورکړه . زه ګورم چې هغه به تر کومه ځایه زمونږ به سیمو باندې ولکه وکړي ، خو کله چې وخت راشي نو د تیر وخت په څیر به کرمیان دحاکم ټول باد وویستل شي .
اوس خو زمونږ تر مخه دروسانو او اروپایانو د متحدلښکر خبره پرته ده . پردوې باندې حمله کول زمونږ له پاره ډیره ګټه ور ه ده .درونده سلطانه! لمړۍ خو ددوې سره د بروصې څخه د لوټ کړل شوي خزاني یوه برخه ده،خونږ باید هغه بیرته ترې راستنه کړو . ددې نه علاوه د تیمورلنګ سره د ملاتړ په اساس به هغوې د تیمورلنګ له اړخه هم نازول شوي وي او هغه شیان به هم ټول د هغوې سره وي ، نو په دې خاطر ددغو دوو علتونو په اساس په دغه لښکر باندې تر هر څه لمړۍ ګذار کول په کاردي .
که چیرې مونږ د روسانو او اروپایانو دغه لښکر باندې سترګي پټي کړو او پریږدو چې ولاړ شي نویاد ساته چې دا خلک به په ډینسي بیړۍ کې دسپریدو وروسته د ډینیوب دریاب کې د ډیلټا په اروپایی سیمو کې ښکته شي اوهغه اروپایی لښکر چې همدا اوس په نایکوپولس کې سره راټولیږي ، دهغوې سره یو ځاې شي او په دې تر تیب به د صلیبیانو په ځواک کې ډیرزیاتوالي راشي او بیا به داخلک زمونږ له پاره ډیر زیات خطرناک و ګرځي ،
په دې حالاتو کې زه ، زه دا وایم چې مونږ باید همدا اوس دخپل لښکر سره یوځاې ددې ځایه کوچ وکړو او په ډیر بیړه د تورې بحیرې په لور ولاړ شو او د روسانو او اروپایانو متحده لښکر هلته ډینسي بیړۍ ته دورسیدو تر مخه زمونږ د لښکر په واسطه را وګرځوو .
زه پوهیږم چې د تورې بحیرې په غاړه به زمونږه او د روسانو او اروپایانو د ګډ لښکر تر منځ خونړۍ نښته کږی ، خو زه هیله لرم چې مونږ به هغوې هملته د سمندر په غاړه د فنا سره مخ کړو . نو په دې خاطر زه ستا تر مخه یو وړاندیز کوم ،هغه دا چې د خپل کوچ څخه تر مخه خپل مخبران هم هغې لورې ته واستوئ تر څو د دښمن د حرکاتو څارنه وکړي او دهغوې په اړه تاسو ته په وخت معلومات درکړي . تورې بحیرې ته د رسیدو سره سم تاسې ددښمن او بحري بیړۍ تر منځ حایل شئ ، له تاسې سره به ستاسې خپل لښکر وی زه به په غرنیو سیمو کې اخو دیخوا اوړم را اوړم ، کله چې دښمن له تاسره ټکر وکړي نو ته یې تر لږه وخته پورې مصروف کړه ، خوکله چې ددښمن ټول صفونه له تاسره په جنګ کې و نښلې نو زه به پرې د شا له اړخه یرغل دروړم ، اوزه هیله لرم چې دهغوې هیڅ عسکر به ژوند ې ولاړ نه شي . ځکه چې د مخې له لورې به تاسې یاست او د شا له لورې به زه یم ، دهغوې ښې اړخ ته به سمندر وي ، په دې ترتیب به دهغوې درې واړه اړخونه بند وي هغوې به په څلور م اړخ د وتلو هڅه نه کوي ځکه چې هغه زمونږ دهیواد پولې دي . اوکه چیرې هغه لورې ته و تښتیږي هم ،نو مونږدهغوې تعقیب کولې شو او د نابودۍ سره یې مخ کولې شو. درونده سلطانه ! هغه څه چې ما ویل ومي ویل . ددې خبرې وروسته علي پاشا چپ شو .
د علي پاشا په دې ټولو خبرو سلطان مسکې و . مخته ورغي او علي پاشا یې په ملا و ټپاوه ، علي پاشا وروره! سوګند په خداې چې ما هم همدا غوښتل چې تا وویل .
بیا سلطان مخبرانو ته مخ کړ اوورته یی وویل :
دوستانو ! هغه پلان چې تاسې ددښمن پر خلاف د علي پاشا دخولي څخه واورید ، اوما هم واورید ،نواوس تاسې هم همدا اوس له دې ځایه حرکت وکړئ ،مونږ ته د دښمن د تم ځایو اودهغوې د کړچار څخه په وخت خبر راکړئ ، لږه شیبه وروسته مونږ هم دخپل لښکر سره یو ځاې ددې ځایه کوچ کوواو د تورې بحیري په لور ور خوزیږو .
ددې سره یو ځاې مخبرانو دهغه ځایه حرکت وکړ ، او ورپسې لږه شیبه وروسته سلطان اوعلي پاشا دواړو د خپلو لښکروسره د متحده لښکر مقابلې ته د تورې بحیري په لور روان شول.
پرلپسې لري…….