کور / راپور / د کندهار راډيو FM څپه پرانستل سوه

د کندهار راډيو FM څپه پرانستل سوه

 هغه مراسم چي نن تر غرمې مخكي د كندهار په ملي راډيو تلويزون كي د FM راډيو او كتابتون د افتتاح په موخه جوړ سوي وه پكښي دكندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا  او يو شمير نورو دولتي چارواكو ګډون كړى وو.


دكندهار ملي راډيو د AM نشراتو ترڅنګ د يو دوه كيلوواټه دستګاه له لاري  پر 90.6 فريكونسي باندي  په كندهار ښار كي خپل نشرات پيل كړل. دكندهار راډيو FM فريكونسي دكندهار ښار ترڅنګ ډنډ، دامان، ارغنداؤ، ژړۍ، پنجوايې، تخته پل، سپين بولدك، ميوند، خاكريزاو شاولي كوټ ولسوالى دخپلو څپو تر پوښښ لاندي راوستلاى سي.


دنوموړي راډيو  ټاور(انتن) پنځه پنځوس (55)  متره جګوالى لري او نشرات يې د سهار پر اوه بجې پيل او د شپې پر لس بجې پاى ته رسيږي.  نوموړې راډيو ټول لوازم  د كندهار ولايت مقام په مالي مرسته د دوه ميلونه افغانيو په ارزښت برابر سويدي. دكندهار ملي راډيو تلويزون د خپلو پروګرامو د ښه پرمخ بيولو لپاره د آمريت په انګړ كي د خپلو كاركوونكو لپاره يو كتابتون چي 4000 څلور زره ټوكه  بيلابيل كتابونه (ديني، سياسي، سياينسي، تاريخي، معلوماتي) پكښي  شامل دي هغه هم نن د  يولړ مراسمو په ترڅ كي پرانستل سو. 


 پر نوموړي كتابتون( 5 ) پنځه لكه افغانۍ لګښت راغلى چي د ولايت مقام له پرمختيايې  بوديجې څخه  وركول سويدي. كندهار والي محترم پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا په كندهار كي د د نورو راديو ګانو ترڅنګ په دولتي چوكاټ كي  د FM راډيو موجوديت ډير اړين وبلى ا و وويل(( ډيره خوشحاله يم چي نن د خپلو ښاريانو او د ولسواليو د عام ولس د ښې اګاهۍ په موخه يوه  دولتي راديو د FM پرڅپو افتتاح كوم، زموږ د راډيو تلويزون امريت ټول پرسونل به دهمدې فريكونسي له لاري هر ډول معلوماتي او روزنيزي خپروني د خپلو خلګو ترغوږونو پوري ور ورسوي.))


دكندهار ملي راډيو تلويزون آمرجاويد احمد وفا په خپل اداري چوكاټ كي ددې راډيو پيليدل لويه لاسته راوړنه وبلل او وويل(( دا چي په كندهار كي د AM ترڅنګ د FM راډيو ګانو شمير زيات وو نو موږ هم ولايت مقام په مرسته دا وپتيله چي ملي راډيو تلويزون هم بايد FM فريكونسي ولري ترڅو خپل ولس ته رواني چاري او روزنيز پروګرامونه پر ټاكلي وخت ور ورسوي.))