کور / راپور / افغان او امريکايي پوځيانو د ۲ کورنيو ژوند وژغورئ

افغان او امريکايي پوځيانو د ۲ کورنيو ژوند وژغورئ

“د شپې دولس بجې وې چې په کور مې د سيلاب څپې راننوتې. په ډيرې وارخطايي مې پخپلو بچيانو چيغې وکړې.  خو دومره مې وکړل چې بچيان مې له کوټو څخه راووباسم. د سترګو په رپ سره مې کور ړنګ شو او مونږ سيلاب په مخه کړو. ملي اردو او امريکايي ځواکونو مونږ وژغورلو خو مور مې چې ډيره ضعيفه وه مړه شوه.” دا په ننګرهار ولايت کې د يو تن سيلاب ځپلې جان اغا خبرې وې. د ننګرهار والي وياند عبدلزي په وينا چې تر دې دمه په دغه ولايت کې سيلابونو شپږ سوه کورونه ړنګ کړي دي او يوه ميرمن يې وژلې ده خو ځايي اوسيدونکي وايي چې په ننګرهار کې 7 تنه سېلابونو وژلي، څوارلس نور يې ټپيان کړي او ډير کم شمير کورنيو ته د امنيتي ځواکونو له خوا مرستې رسيدلي چې زياتره يې د دغه ولايت د بيارغونې ډلې يا پي آر ټي له خوا ترسره شوي. د سيلاب ځپلو په منځ کې داسې کورنۍ هم شته چې د تن جامو نه پرته هيڅ ورته پاتې ندي. د ننګرهار اوسيدونکي وايي چې د  د پيښو پر وړاندې چمتوالي آدارې ورسره هيڅ مرسته نده کړې، هره ورځ ګڼ شمير څيړونکې ډلې ورځي خو د مرستو درک يې نه وي.  د ختيځو سيمو د سرې مياشتې ريس نادر جبارخيل وايي چې دوې په دغه ولايت کې يو شمير د سروې ټيمونه ګمارلي چې اوس هم فعاليت کوي. د چارواکو په وينا سيلابونو د ننګرهار ولايت په حصارک، شيرزادو، خوګياڼو، بهسود، کامې او د جلال آباد ښار په مقام خان سيمو کې خلکو ته د سر او مال درانه زيانونه اړولي.