نېټه: اونۍ (( نۍ)) د ١٣٨٩ لمريز کال د زمري ۱۲
د پکتیا په ولایت کې د ۳۲ لوبډلو سیالیو څلورمه ورځ روانه ده
د ګردیز په ښار کې د سهر سپورتي ټولنې لخوا د افغانستان د کرکټ بورډ په همکارۍ د کرکټ د سولې په نوم ټورنمټ روان دی چې ځانګړي موخه یې په هیواد کې سوله او ارمي غوښتل دي.
د سهر کلتوري، فرهنګې او سپورتي ټولنې غړي ګل کریم سهر د سولې د کرکټ د سیالو د جام په جوړولو ډیر خوښ دی، سهر وایي چې په هر کال کې د سهر ټولنه د کرکټ د دریو جامونو جوړول په پام کې لري، د سهر د ټولنې په سپورتي اساسنامه کې باید د کرکټ جامونو د هیواد د ملي شخصیتونو به نوم ونومول شي خو په دې وخت کې د ټولنې ټولو غړو نظرونه وړاندې کړل چې هیواد په دې ورځو کې د سولې دواّء ته اړتیا لري همدا لامل و چې دغه جام مو د سولې د کرکټ جام په نامه ونوماوه.
سهر وایې (( ځوانان د دواړو خواوو کورنيو جګړو او خپلو منځو تاو تریخوالي ښکار کیږي، دغه پکتیا په زړه کې د سولې د کرکټ د سیالیو ټورنمټ همدا یوه موخه ده چې په هیواد کې سوله غواړو، نور ښکلي ځوانان په اورونو کې وژل نه غواړو، راځۍ چې د هیواد په ګوډ ګوډ کې د سولې پیغام غټو راځۍ چې د سولې لاسونه ورکړو)).
سهر وايي چې په هیواد کې پکتیا او ننګرهار د کرکټ د پرمختګ زانګو ده، یو د کرکټ سټډیم څه چې یو د کرکټ لوبغالی هم نه لرو، د کرکټ د پرمختګ په وړاړندې دا لویه ستونزه ده، د هیواد سوداګر او چارواکو څخه د دې ستونزې د حل کولو لپاره جدي پاملرنه غواړم.
د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ مشر داکټر حضرت عمر زاخیلوال د پکیتا د ولسي جرګې د غړې شریفې زرمتۍ د غوښتنې په اساس په پکتیا کې د کرکټ د پرمختګ لپاره ۵۰۰۰۰ امریکائي ډالر اعلان کړي چې ډیر ژر دې پرې په پکتیا کې یو لوبغالی جوړ شي.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري د شریفې زرمتۍ او د کرکټ بورډ د استازي سره اړیکې نیولي او ژمنه یې کړې چې کرکټ بورډ به د پکتیا ولایت د ولسوالیو لوبډلو ته ډیر ژر د کرکټ د یونیفارم ولیږي.
د سولې د کرکټ د ټورنمټ ۳۲ لوبډلې په اتو ګروپونو ویشل شوي او په هر ګروپ کې څلور لوبډلې ځای لري.
د سولې کرکټ سیالیو دوه دیرشو لوبډلو ګروپ ویشنه:
(ا) ګروپ لوبډلې: پوهنتون، اتحاد مهلند، دولت زی، جهاد مېنه.
(ب) ګروپ لوبډلې: لیسه، اتفاق، سعادت ګردیزی، شهید ډاکټر نجیب.
(ج)ګروپ لوبډلې:سوپر سټار، خیبر، شاهین، عیسی زوی.
(د) ګروپ لوبډلې: رود احمدزی، خوازک، تاند سهر، زمزم.
(ه) ګروپ لوبډلې: نیازالله احمدزی، افغان، تاند، عبدالشکور رشاد.
(و) ګروپ لوبډلې: زرمت، تېره، اسلام قلا، پښتونخوا.
(ځ) ګروپ لوبډلې: تندر قلې اردو، اتل احمدزی، زرمت نیازی، احمد اباد.
(ح) ګروپ لوبډلې: سید کرم، دولت زي، شرکت عزیز یار، نیاز الله احمدزي (ب) لوبډله.
د سولې د کرکټ ټورنمنټ د زمري په شپږمه پېل شوی چې تر اوسه پکې درې ګروپونو او د څلورم ګروپ دوو لوبډلو سیالۍ کړي چې په لاندې ډول دي:
ګټونکې لوبډله لوبډلې ګروپ
پوهنتون اتحاد مهلندXپوهنتون الف
جهاد جهادXدولت خپلواک الف
لیسه اتفاقXلیسه (ب) ګروپ
سعادت ګردیزي شهید ډاکټر تجیبXسعادت ګردیزی (ب) ګروپ
خیبر خیبرXسوپرسټار (ج)ګروپ
عیسی زوی عیسی زویXشاهین (ج)ګروپ
لا معلوم نه دی خوازکXرود احمدزی (د) ګروپ
Acb.media@afghancricket.af
0093789067729