د افغانستان د جمهوري رياست وياند وحيدعمر په يوه خبري غونډه کي د ځينو غربي چارواکو او مبصرينو هغه نظريې په کلکه رد کړې چي وايي د افغان کشالې د حل لاره د دې هيواد تجزيه ده.
وحيد عمر وويل افغانستان خپل حکومت، اساسي قانون، ټاکلي پولي او منتخب نظام لري، د افغانستان د تجزيې نظريه چي که د هرچا له خوا وړاندي کېږي، له افغانانو سره دښمني او خيانت دئ.
دا په داسي حال کي ده چي تيره مياشت په هند کي دامريکا پخواني سفير او دوې ورځي دمخه په کابل کي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال پيټرګالبريت د افغان ستونزي حل لاره د دې هيواد په تجزيه کي بللې ده.