کور / تازه خبرونه / بلخ: د کابل بانک څانګه ولوټل سوه

بلخ: د کابل بانک څانګه ولوټل سوه

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کي د کابل بانک يوه څانګه د غلو له خوا لوټل سوې ده.
د بلخ ولايتي مقامات وايي غلو د بانک له شپږو ساتونکو سرونه پرې کړي دي، شاوخوا درې ٣٠٠٠٠ ډالره او درې ميليونه افغانۍ يې لوټلي دي.
د بلخ چارواکي وايي ساتونکي لومړۍ نشه يا مسموم سوي دي او وروسته يې په چاړه حلال کړي دي.
د بلخ د امنيت آمر بي بي سي ته ويلي چي د پېښي څېړنه يې شروع کړې ده، خو تر اوسه په دې تور څوک نه دي نيول سوي.
دغه پېښه تېره شپه تر لسو بجو وروسته پر داسي مهال رامنځته سوې چي د کابل بانک لوټل سوي څانګي ته په لس متره واټن کي د پوليسو پوسته پرته ده.