نېټه: اونۍ (( نۍ)) د ١٣٨٩ لمريز کال د زمري ۱۱
نن د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د کرکټ قوانین اعلان کړل
ملي لوبډلې ته د سکاټلینډ له تللو مخکې د کرکټ بورډ اجرایوي مشر حامدشینواري په یوه ناسته کې د کرکټ ۲۲ قوانین یا کوډ اف کونډک واورول، د ملي لوبډلې لوبغاړو د دې قوانینو هرکلی وکړ او ټولو لوبغاو په ورین تندي پرې د منلو او پلي کولولاسلیکونه وکړل.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر د قانون له هرې مادې مخکې چې لوبغاړو ته یې واوروي هغه ماده یې لوبغاړو ته روښانه کوله او بیا یې د لوبغاړو نظرونه معلومولو چې ایا د دې مادې پلي کول ښه دي او که نه خو ټولو لوبغاړو د کرکټ بورډ دغه شاهکار د کرکټ د پرمختګ لپاره مثبت وګڼلو.
د کرکټ دغه ۲۲ قوانین ټول د کرکټ د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان کرکټ وضغه کړي، په قوانینو کې اساسي مادې دادې چې لوبغاړي باید د د کرکټ د لوبو قوانینو ته احترام ولري او پلي يي کړي، همدارنګه په قوانینو کې راغلي چې وطن او د خپلو مشرانو احترام ساتل د هر لوبغاړي وجیبه ده، همداسې به نورو قوانینو کې له لوبغاو غوښتل شوي چې باید ډیر پام وکړي چې د سیاسي ډلو ښکار نشي او باید د افغانستان لپاره د سولې سفیران وي.
Acb.media@afghancricket.af