کور / تازه خبرونه / د ولسمشر سلاکار په يوه چاودنه کي ژوبل سوى

د ولسمشر سلاکار په يوه چاودنه کي ژوبل سوى

د ولسمشر سلاکار وحيدالله سباوون په يوه چاودنه کي ژوبل سوى . نوموړى تېره ورځ د جلال آباد ښار په دويمه ناحيه کي د سيمي څخه د تېرېدو په حال کي ؤ چي چاودنه پر وسوه او دده په ګډون پکښي اته تنه ژوبل سول . د ملي اردو د ګارنېزون قوماندان وايي چي چاودېدونکي توکي په يوه رکشه کي ځاى پر ځاى سوي ول چي د نوموړى د تېرېدو په حال کي ورته چاودنه ورکړل سوې .
د ننګرهار د عامي روغتيا رئېس وايي چي ژوبل سوي کسان تر درملني لاندي دي او حالت يې د ډاډ وړ دئ .