د ولسي جرګې شپږ نوماندان په ټاکنو کي د ګډون څخه بې برخي سول . نوموړي نوماندان د خپلو دولتي دندو څخه د استفاء نه ورکولو له امله بې برخي سوي . د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د بهرنيو اړيکو رئېس احمد فريد وايي چي ياد نوماندان په پنځو ولايتونو کابل ، کاپيسا ، ډايکنډي ، لوګر او زابل پوري اړوند دي .