د ټيليګراف بريشناپاڼې خبر ورکوي: يو روسي شناند په دې وروستيو کې وړاندوينه کړې چې ډير زر به امريکا د نړيوال اقتصادي بحران له امله په شپږو ټوټو وويشل شي.
ايګور پينارين، د روسيي د نړيوالو چارو سياسي شنونکې وايي چې په امريکا کې اوسني حالت د ده اوږدمهالى باور رښتيا کړى دى. هغه وايي چې په امريکا کې د بې کارۍ زياتوالي او انفرادي عايد کموالي د دغه هيواد د زر ويشل کيدلو سره مرسته کولاې شي. له حکومت څخه د خلکو ناراضايت زيات شوى او د خلکو هغه تمه هم پاې پاې ته رسيدلې چې ولسمشر بارک اوباما به په دې برخه کې معجزې ترسره کړي. هغه وايي: “د امريکا متحده ايالتونو پولي واحد به نور خپل ارزښت دلاسه ورکړي او په بهر کې د دغه هيواد د لګښتونو بوج دومره زيات شي چې جبرانول به يۍ ورته شتونزمن وي.
پروفيسر پانارين چې د جنګ لګښت په هکله يې ګڼ شمير کتابونه ليکلي، دا وړاندويينه هم کوي چې امريکا به نور نړيوال اقتصادي ځواک نه وي او دغه ځاې به چين او روسيه ونيسي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه