د روان کال د جولای د میاشتي په لسمه او یوولسمه نېټه په بلجیم کي د”جهاني او د هغه د جهان څېړنغونډه” تر سرلیک لاندي دوې ورځنۍ څېړنغونډه تر سره سوه .
په دې غونډه کي د جرمني، ډنمارک، سويډن، هالنډ او نورو هیوادونو څخه د ادب مینه والو ګډون کړئ و.
د غونډي لومړی ورځ د جهاني په اړه ژورو مقالو او ویناوو ته ځانګړې سوې وه، همدا ډول دروند مشر او مخکښ شاعر ښاغلي جهاني خپل څو شعرونه هم د غونډي ګډونوالو ته وارول . په دوهمه ورځ یې لومړی د تکړو شاعرانو لخوا د غونډي مینه والو ته شعرونه واورول سوه او ورپسې د سويډن څخه د راغلي سندرغاړي همایون جان او ځینو نورو تکړو سندرغاړو لخوا د ټنګ ټکور برخه پر مخ بېول کېده.
ددې څېړنغونډي بشپړ انځوریزراپـــــــور لاندي د PDF په بڼه کتلائ سئ :
د غونډي د اولي ورځي تفصيلي او انځوريز راپور – (4.3 MB)
د غونډي د دوهمي ورځي تفصيلي او انځوريز راپور – (3.2 MB )