درنو هيوادولو !
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې او دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز پتېيلې ده چي د دوزره لسم کال د سپتمبرپر اتلسمه دځوانو فرهنگيانو اواديبانوددرناوي ,هڅونې اوستاينې په خاطر دسويډن دمالمو ښار دولايت مقام داړونده ادارې اونوروعلمی اوټولنيز سازمانوپه رغنده مرسته اوملاتړ يوه درنده علمی او ادبي غونډه جوړه کړي .
پدې غونډه کي دگډون لپاره مو زموږ ځوان شاعراوليکوال اجمل اند،شاعر ،ليکوال اوژباړونکی صالح محمد صالح اودټوکوټکالو مشهورراټولونکی پير محمد باوري ته دځانگړو مېلمنوپه توگه بلنه ورکړه سوې ده . خودادي هېره نه وي چي پدې غونډه کي به په اروپاکي مېشت نور ځوان افغان وتلي شاعران اوليکوال هم گډون ولري .
ددې سره يوځاي به په غونده کي دهغو ځوانو فرهنگيانو ياداوردرناوی هم وسي کوموچي شپه او ورځ پر ځان يوه کړې دويب پاڼو له لاري ئې دخپل هيواد دپوهانو ،ليکوالو،شاعرانو ،اديبانواوسياتوالواندونه اونظريات په ټوله امانت داری تر خپل ولس پوري رسوي .
دادوي دي چي په خپل دغه زيار اوزحمت ئي پښتودمکروسفټ تر کوره ورسول ،دادوي دي چي اوس افغانان دنړی له نوروملتونوسره په برېښنا جال کښي سيالي ته وردانگلاي سي دادوي دي چي ډير ځوانان ئي ليکوالی اوفرهنگي هلو ځلوته وهڅول .
پدې برخه کي دبېنوا،دعوت ،لراوبر ،افغان جرمن انلاين ،تاند اوټول افغان ويب پاڼومشرانوته بلنه ورکړه سوې تر څوپدې درنه غونډه کي په برخي اخيستنې سره داغونډه لانوره هم درنه کړي .
موږ به ډير زيات خوښ سو چي پدې غونډه کي دنورو ويب پاڼو مسولين اودفرهنگي هلو ځلو لېوال برخه واخلي دوي به هم زموږ درانه ميلمانه وي .
دهيواد ټولوشاعرانو،ليکوالو،اديبانواوفرهنگيانوته بلنه ورکووچي دغونډې دبرخوالو دادبي اوفرهنگي خدمتونواوتلاښونوپه اړوند خپلي ليکنې،اندونه اوپيغامونه داگست تر دېرشمې نېټې پوري پدې برېښنا پته موږ ته راولېږي : ghamkhor@htmail.com يا ghamkhor@gmail.com
يادونه :
دغونډې دڅرنگوالي ،دجوړېدودځاي او وخت په هکله به په نږدې راتلونکی کښي مفصل معلومات خپاره سي .
داړينومعلوماتودترلاسه کولولپاره دوستان کولاي شی دپورته برېښناليک پتواوياپدې ټليفون شمېرو له حبيب الله غمخور سره تماس ونيسی :
0046 (0)736 511 569 او0046(0)760826087