دهلمند ولایت په نا آرمه ولایت د سنګین ولسوالۍ دریګي په کلي کې دتېرې جمعې په مازدیګر یوې هیلي کوپترې حمله وکړه او دپنځوسو نه زیات ملکی افغانان یی ووژل او دمعمول په شان ولسمشر حامدکرزی دیوې اعلامیي په خپرولو وغندله او ناټو په بله اعلامیه رد کړه چې ملکیان نه بلکې ترهګر يي وژلی .
په دغه هیواد کې دیره نړیوال سوله ساتونکو ځواک (آیساف) دولسمشر کرزي د هغه ادعا سره په داسې حالت کې مخالفت وښود چې افغان حکومت ومنله چې په هلمند کې 52 تنه ملکی وګړی چې ښځې اوماشومان هم په کې دی دناټو په بمبارد کې وژل شوی .
د ناټوویاند برید جنرال ګریګ سمیت په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې د ناټو او د افغانستان د حکومت په ګډو تحقیقاتو کې مالومه شویده چې د ملکي خلکو د وژل کیدو یا ټپي کیدو هیڅ کومه نښنه نده لیدل شوې.
خو بلخوابیا ولسمشر کرزي ددغه پېښې دغنندې په اعلامیه کې لیکی چې د افغانستان د استخباراتو د ادارې له تحقیقاتو نه مالومیږي چې د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې د ناټو یو راکټ په یوه کلی باندې لګیدلی دی او 52 ملکي کسان پکې وژل شویدی چې په هغې کې ښځې او ماشومان شامل دي.
که څه هم دسیمې اوسیدونکی او سیمه ایزافغان چارواکوهم منلې چې دغو ملکي خلکو د ناټو او طالبانو تر منځ د جګړې نه د بچ کیدو په خاطر په یوه کور کې پناه اخیستې وه چې دناټو بم پرې برابر شو .
د ناټو او دولسمشر کرزي د دغو ضد او نقیضو څرګند ولو په اړه نور قضاوت د پرخلکو پورې تړلي دی چې که دناټو جنابان دافغانانو استقلالیت او افغانیت ته درناوی کوی نودافغان ولسمشر څرګندونو اودسیمه ایز حکومت پرتحقیقاتو دې خپل باور وکړی او دښځواوماشومانو وژنه دې ومنی اونوردې له همدې شېبې افغان وژنه ودروی
دسوله ساتو ځواکونو لخوا افغان وژنه اوس ډیره عادی شوې ده اوهغه په دې معنی چې غمخوار يي نشته یاخویی په غندلو سره بدرګه کړی یاخو ورته یو ښکلی کمسیون جوړکړی اوخلکوته داسې وعده ورکړي چې ګواکی کمسیون به یی عامل پیداکړی اوهغه ته به سزا ورکړی .
داخوبه ورسره ومنه چې په جنګ کې خو وینی بهیږی او چې کله جګړه وی نو په دې کې به حتمی مرګ ژوبله هم وی ولې وژنه خوباید معلومه وی هغه څوک چې جګړه کوی هغوی خو خپله د مرګ خولی ته ځان ورکړی، نو داچې ماشومان ،تورسرې او دپاخه عمر لرونکی په خپل کور او وربوی کې په خپل ژوندانه بوخت کسان مو راوژني او بیا ټاپې پرې دترهګر لګوی د منلو وړ نه دي.
ددې ترڅنګ دبشری حقونو په نوم خو ډیرې موسسې او سازمانونه هم موجود دی اوفعالیتونه يي څه ناڅه لیدل کیږی چې ګڼې موخې لری اوهغه به پریږدو هغه څه کوو ولې په دې خبره باید دغه شان دبشری حقونو سازمانونه خپل غږ اوچت کړی اوپه دې خبره باندې پر ناټو او افغان حکومت خبرې وکړی چې ولې د ا افغان وژنه نوره نه دروی په دې اتو کلونو کې په زرګونوماشومان ښځې او نور افغانان مو ووژل شول ولې پټ يي هیچا راپورته نه کړ .
دغه راز دغه په نام دبشر دحقونو سازمانونه کله ناکله دجګړی دجنایتکارانو په اړه خبرې کوی زه وایم چې دا څرنګه سازمانونه دی چې دجګړې جنایت کاران ددوی په حضور کې انسانان وژنی آیا دادجګړې جنایتکاران نه دی آیا داوژل شوی کسان انسانان نه دی او آیا دغه کسانو په اړه به له دوی څخه دحساب اوکتاب پوښتنه څوک ونه کړی ،آیا افغان حکومت په همدې یوه کمسیون جوړول او یا غندلو باندې خپل کار پای ته ورساوه آیا ناټو چې په اول کې يي ترهګر بولی اوله یوې میاشتې یادوو میاشتو وروسته یی ملکی وګړی بولی د خپله جنایت نه دی ؟
کرزی صیب! که رښتیا ددغوشان جنایتونوبندول غواړی رېښتنی کمسیون جوړکړه او دناټو دپیلوټ نه نیولې بیاترکوردنات وال پورې ټول پرې محاکمه کړه اوکه دانشې کولای بیا نوداغندل څه معنی لری ؟
یاده دی وی چې په کابل کې دملګرو ملتونو دسیاسی نمایندګۍ لخوا هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره دهلمند په ولایت کې د۵۲ تنو ملکی وګړو په وژنه یوازې اندېښنه څرګنده شوې اوبس .
په امنیتی چار کې دولسمشر حامدکرزی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا بیا ویکي لیکس ویبپاڼې دوه نوي زره سندونه خپاره کیدو سره په هغه راپور کې دامریکایانو لخوا دملکی وګړو دمرګ ژوبلې خپریدلو په اړه وویل چې په هیڅ صورت دملکی افغانانو وژنه دوی ته دمنلو وړنه ده اوباید بنده شی .