د پاكستان سفير بې دركه شو
د افغانستان د پاره پاكستانى سفير طارق عزيز الدين په خيبر ايجنسۍ كې بې دركه شوى دى.
د يو راپور تر مخه نن دوشنبه د فروري د مياشتي په 11 نېټۀ د افغانستان د پاره د پاكستان سفير په داسي حال كې ترى تم شو كله چې هغه له پېښور څخه د كابل په لور باندي روان وو له نوموړي سره د هغه دوه ساتونكي اويو موټر چلونكى هم بې دركه شوي دي .
دا سي ويل كېږي چې له پېښوره تورخم ته چې كومه تللې لاره ده د علي مسجد په شاو خوا سيمه كې نو دلته دوى بې درك شوي دي كه څه هم په تورخم كې د افغانستان امنيتي ځواكونه د دوى په انتطار كې ولاړ ووخو هغه نه ورورسېدو . په خيبر سيمه كې پاكستاني ځواكونو ويلي دي چې دوى د هغه له راتګ څخه هيڅ خبر نه و نو له دې كبله خو هغه د ښاغلي طارق خبرنه رښتيا ګڼلى شي اونه ورڅخه انكار كوي ،دا هم ويل كېږي چې د پېښور نه چې تورخم ته كومه لويه لاره تللې ده نو دا لاره تر نامعلومه وخته پوري د هر قسم تګ راتګ د پاره تړلى شوې ده