نن سهارپه كندهاركې په ۲ جلاجلاپېښو۱۸ تنوولسي وګړوته مرګ ژوبله واوښتل چې زياتره يې ښځي اوكوچنيان دي .
لمړى دكندهارپه ميوندوالسوالۍ كې دولسي وګړويوه سراچه موټر دسړك دغاړي پرماين وبرابره شول چې په ترځ كې يې دمېرمنواوكوچنيانوپه ګډون ۶ تنه ووژل شول او۹ تنه نورټپيان شول
دكندهارولايت له مقام څخه پدې اړه خپره شوې خبرپاڼه وايې چې دولسي وګړودسپرلۍ موټرله هلمندڅخه دكندهارپرلوري دتګ په حال كې وو چې دميوندوالسوالۍ دخوگياڼوپه سيمه كې چاودنه پرې وشول
خبرپاڼه وايې چې پدې پېښه كې ۲ ښځي ،۲ كوچينان او۲ نارينه وژل شوي او۹ تنه كوچنيان چې ټول ديوې كورنۍ غړي وو وژل شوي
ددغې پېښي ټپيان دايساف ځواكونوروغتون ته لېږدول شوي .
دغه رازپه يوه بله پېښه كې بيلادراغنداب والسوالۍ په منصورآبادسيمه كې ۳ تنه كوچنيان چې دپسونوپه څړولوباندي بوخت وو پرې تازه ځاى پرځاى شوي ماين چاودنه كړې او۳ واړه كوچنيان يې ژورټپيان كړي
خپره شوې مطبوعاتي اعلامه كې ددې دواړوپېښوعاملين ددولت وسله وال مخالفين بلل شوي .
خبرپاڼه زياته وي چې ددولت وسله وال مخالفين تل دولسي وګړودتګ راتګ په سيموكې ماينونه ځاى پرځاى كوي اوبياپكې ولسي وګړي قرباني كېږي .
تراوسه خپله ددولت وسله والومخالفينوپدې اړه رسنيوته څه ندي ويلي .