قبا ئيلي سيمه شمالي وزيرستان كښې دعوامي نيشنل ګوند پركانديد باندې ځانمرګۍ بريد وشو چې له امله يې دځانمرګي بريد ګر په شمول ټول 8 تنه ووژل شول او ديارلس تنه ژوبل شول په ژوبل شوو كښې يو ولس تنه د ميرعلي روغتون ته رسول شويدي .
دځائي انتظاميې د وينا ترمخه تيره ورځ د دوو بجو په وخت دشمالي وزيرستان د تحصيل ميرعلي ياكلي عيد ك كښې يوځانمرګۍ بريد وشو بر يد ګر خپل موټر دعوامي نيشنل ګوند دكانديد نثار د موټر سره څيرمه والوزولۍ د چارواكو په وينا دڅو كسانو حالت د پام وړ بلل كيږي د عيد ك يوه تن اوسيدونكي او ځائي ژورناليسټ بى بى سي اته وويل چې په بريد كښې دوه تنه مهم كسان مهم وزل شويدي چې په هغه كښې د عوامي نيشنل ګوند پخواني ايالتي مشر حاجى انورشاه او ملك بخت الدين شامل دي خو په بريد كښې د قومي امسبلۍ كانديد نثار خان ته كوم زيان ندۍ رسېدلۍ.