په كندهاركې يوشمير ځوانان دبيكارۍ اوبې روزګارۍ څخه رنځ وړي.
دغه كسان چي دافغانستان دنورو ولايتوڅخه كندهار ته دكارموندنې لپاره راكوچيدلې وايي چي په ورځو ورځو دكارموندلوپه موخه دښارچوكونو ته وځې خوورته دكارزمينه نه برابريږې. پر همدي حال دوي ددولت د اړونده اورګانونوڅخه غوښتنه كوي چي ورته دكارزمينه برابره كړي.
په كندهاركې دكار او ټولنيزو چارو رياست چارواكې وايې چي دكال دشروع څه بيا تر اوسه پورې يي ۴۶۲۳ تنه بې روزګاره كسان په ساختماني چاروركي په كارګمارلي، چې روزانه ۳۰۰ افغانې مزدوري وركول كيږي دكار اوټولنيزو چا رو رئيس رفيع الله مجددي وايې چې موږ د۱۵۰۰تنو ګارګرو لپاره دكارموندني په مخه دمرستندويه موسسوسره خبري كړې دي.
نوموړي د تجارانو څخه هم وغوښتل چي د بي روزګارۍ په له منځه وړلو كي دي پانګونه وكړي او د دولت او نړيوالو موسسو تر څنګ دي دوى هم د دغي ستونزي په له منځه وړلو كي ونډه واخلي .
دتيرو اتو كلونو راپه دې خواډيرى ځوانا ن دبيكارۍ اوبې روزګارۍ سره لاس اوګريوان دي بي روزګارۍ د دوى پر روحياتو هم اغيز كړې او ډيرى ځوانان په روحي مشكلاتو اخته دي. دچارويو شمېرشنونكي هم په دي انددي چي كه يادي ستونزي ته اساسي حل لاره ونه موندل سي نو ستونزي به نوري هم ډيري سي.