د هيواد په تاريخي ښار كابل كښې د كابل د كنفرانس دايريدل يو ستر ابتكار ؤ . په دې ستر كنفرانس كښې د اوياو هيوادو استازو چې پكښې د څلويښتو هيوادو د باندنيو چارو وزيران شامل وو، برخه واخستله . ددې كنفرانس رياست د افغانستان د جمهور رئيس حامد كرزي او د ملګرو ملتو د عمومي منشي بانك كي مون په غاړه ؤ. ددې كنفرانس دايريدل د جمهور رئيس كرزي د حكومت د پاره يوه ستره لاس ته راوړنه كڼل كيږي. د ولسمشرۍ په ټاكنو كښې په اصطلاح تقلب د جمهور رئيس كرزي د حكومت اعتبار ته زيان رسولى ؤ خو د مشورتي جرګې او د كابل كنفرانس له جوړيدو سره د غه حكومت ته يو څه اعتبار حاصل شو.
د جمهور رئيس حامد كرزي په ستراتيژئ كښې درې مهم ټكي يا اهداف شامل دي چې هغه د كابل په كنفرانس كښې د نړۍ د اوياو هيوادو او بين المللي ټولنو د استازو له خواد تائيد وړ وګرځيدل او هغه درې اهداف دا دي .
* له طالبانو سره ” روغه جوړه”
* افغانستان ته د بين المللي ټولنې له خوا له مرستو څخه د 50 % د پنځوس په سلو كښې مرستې د افغانستان د دولت له خوا په مصرف رسيدل .
* په 2014 كال كښې افغاني قواو ته د نظامي عملياتو د قيادت تسليمول .
اوس به په هر هدف يو څه رڼا واچوو :
1- له طالبانو سره روغه جوړه :
د كابل په كنفرانس كښې له افغانستان سره د مرسته كوونكو هيوادونو اود بين المللي ټولنو استازو د افغانستان د دولت د سولې او مصالحې پروګرام ته په ظاهره هر كلى ووايه .
له مخالفينو سره د افغانستان ددولت د سولې او مصالحې په پروګرام كښې هغو مخالفينو ته لار پرانيستل شوې ده چې له وسله والو بريدونو څخه لاس اخلي او د القاعدې له تنظيم سره مفكوروي اړيكې نه لري او يا كه يې لري هغه اړيكې شلوي . دا مخالفين هغه مخالفين دي چې له القاعدې سره د مفكوروي ارتباطاتو په خاطر نه ، بلكې د القاعدې د پاره د پيسو په بدل كښې ددولت په مقابل كښې جنګيږي .
بين المللي ټولنې ته دا حقيقت څرګند شوې دى چې د افغانستان لانجه په زور او تشدد نه شي حل كيداى او دا لانجه سياسي حل غواړي . دوي ته دا حقيقت څرګند شوى دى چې له اسكندر مقدوني څخه نيولې بيا تر روسانو پورې هيڅ قدرت ونه شو كړاى چې افغانستان تر خپل حاكميت لاندې راولي . له نهو كالو راهيسي د نړئ تقريبا پنځه څلويښت هيوادونه په افغانستان كښې موجوديت لري خو تر اوسه د امنيت په راوستلو كښې كامياب شوي نه دي . اوس د افغانستان دولت او د ناټو هيوادونه وايي چې د افغانستان لانجه له نظامي لارې حل كيداى نه شي نو ځكه ښايي چې له طالبانو سره د مذاكرې دروازه پرانستل شي .
اوس هغه وخت رسيدلى دى چې په افغانستان كښې نظامي فعاليتونه په سياسي فعاليتونو بدل شي او د سولې ا و مصالحې د پاره له مخالفينو سره د مذاكرې او خبرو آترو فضا برابره شي.
د فرانسې د باندنيو چارو وزير د كابل په كنفرانس كښې وويل چې د سولې د لاس ته راوړلو د پاره ښايي له شجاعت څخه كار واخستل شي او د پرون له دښمنانو سره د سولې خبرې وشي. همداسې د ناټو يو شمير نورو چارواكو هم ورته اظهارات كړي دي.
د كابل په كنفرانس كښې ټولو ګډون كوونكو ، له مخالفينو سره د افغانستان د جمهور رئيس حامد كرزي د سولې او روغې جوړې له پروګرام سره په ظاهري ډول موافقه وښودله ، دا ډير اميدوركونكى تحول او پرمختك دى .
د سولې او روغې جوړې د پاره خبرې آسانې دي خو عملي كول يې ګران كار دى . د افغانستان د دولت له خوا له مخالفينو سره د سولې او روغې جوړې په وړاندې يو شمير ستونزې شته چې يو څو يې دا دي .
1- پاكستان :
پاكستان په افغانستان كښې لكه د ځينو نورو هيوادو خپلې منافع په نظر كښې نيسي . پاكستان به هغه وخت د افغانستان په چارو كښې له لاس وهنې لاس واخلي چې ګټې يې تأمين شي . د پاكستان منافع له طالبانو څخه په حمايت كښې خوندي دي . په دې ورستيو ورځو كښې ويكيليكس 92 زره اسناد خپاره كړل چې په دى اسنادو كښې له طالبانو سره د پاكستان د استخاباراتو اى اس أى همكاري په ډاګه شوې ده . له دې څخه معلوميږي چې پاكستان په هيڅ صورت نه غواړي چې خپلې منافع له لاسه وركړي . د افغانستان او پاكستان تر منځ د اړيكو قوي كيدل هندوستان ته تشويش پيدا كوي . ددې تشويش لرې كول سياسي مهارت ته ضرورت لري . همداشان له هندوستان سره د افغانستان تودې او نژدې اړيكې هم د پاكستان د سياستمدارانو او نظاميانو په مزاج نه برابرېږي .
د افغانستان دولت ته ښايي چې ددواړ رقيبو هيواد تر منځ په اړيكو كښې توازن راولي ، كه دا كار ونكړي نو حالات به د بهبود پر خوا روان نه شي .
د ايران اسلامي جمهوريت :
ايران طالبانو ته د امتيازاتو د وركولو پلوي نه دى. ايران هم په افغانستان خپلې منافع او خپل اهداف لري . طالبان د ايران د اهدافو او منافعو په وړاندې يو خنډ ګڼل كيږي. ايران له بلې خوا په افغانستان كښې د امريكې او ناټو د پوځي موجوديت سره مخالفت لري . د ايران چارواكو په وار وار دا خبره كړې چې خارجي قواوې دې له سيمې څخه بهر شي او دا اظهارات يې هم كړي چې امريكه به څرنګه چې په ويتنام كښې يې ماته خوړلې وه ، هغسې به په افغانستان كښې هم ماته و خوري . د ايران د چارواكو دا اظهارات د افغانستان په كورنيو چارو كښې څرګنده لاس وهنه ده او دافغانستان دولت ته ښايي چې ددې لاس وهنې مخه ونيسي.
د امريكې متحده ايالات :
د امريكې حكومت هم له طالبانو سره د افغانستان د حكومت د سولى او مصالحې له پرګرام سره چندان دلچسپي نه لري . د امريكې هدف دا دى چې هغو طالبانو ته يوه ضربه وركړ شي چې د القاعدې له تنظيم سره مفكوروي اړيكې لري . په قندهار باندې د طالبانو په ځالو او مورچو د امريكائي قواو حمله چې چمتوالى او آمادګي ورته نيول كيږي ، په همدې غرض تر سره كيږي چې د طالبانو اصلي مورچې له منځه يوسي او دوي له دې سيمې نه په شا كړي . امريكه همداشان غواړي چې د پاكستان په خاوره كښې د القاعدې ځالې له منځه لاړې شي . امريكه په همدې خاطر پاكستان ته په مليونونو ډالرې وركوي . امريكه پوهيږي چې كه دا كار ونه وكړي نو كيداى شي چې القاعده يو ځل بيا په امريكه كښې په تروريستي اعمالو لاس پورې كړي. اوس سړى نه پوهيږي . له يوې خوا له طالبانو سره د سولې او مصالحې ډنډورې غږيږي او له بلې خوا د طالبانو خلاف په جكړه زور اچول كيږي .دا داسې خبرې دي چې افغان ولس يې دحيرانتيا او پريشانئ په عالم كښې سرګردانه او ډوب كړى دى.
څو ورځې د مخه په مطبوعاتو كښې دا خبر نشر شو چې د طالبانو درې تنه مشران په تور لست كښې ونيول شول ، له بلې خوا د افغان دولت له ملګرو ملتو څخه غواړي چې له تور لست څخه د يو شمير طالبانو نومونه لر كړي . له يوې خوا له تور لست څخه د طالبانو د ايستلو خبره كيږي او له بلې خوا په دغه لست كښې د نورو طالب مشرانو نومونه شامليږي . كله چې خبره داسې ده نو بيا له طالبانو سره د سولې او مصالحې ډندورې د څه د پاره دي ؟
د افغانستان په دولت كښې د طالبانو مخالفين :
د افغانستان دجمهور رئيس حامد كرزي د اظهاراتو په اساس دده دولت له طالبانو سره د پخلاينې او سولې پروګرام لري .
اوس دا پوښتنې مطرح كيږي چې :
څرنګه كيداى شي چې دا پرګرام عملي شي ؟
له كومو طالبانو سره د سولې خبرې كيداى شي ؟
څرنګه امكان لري چې په دولت كښې طالب ضد عناصر دې ته راضي شي چې له طالبانو سره د سولې واقعي خبرې وشي؟
آيا طالبان به د افغانستان له دولت سره يو ځاى كيدل ومني ؟
د افغانستان ددولت د سولى د پرګرام عملي كيدل ډير ګران كار دى . ملا عمر خو په وار وار ويلي دي چې د كابل له دولت سره د سولى خبرو ته تيار نه دى. د هغه لومړنى شرط له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو وتل دي . دا هغه شرط دى چې دمنلو امكان يې نه ډير لږ دى .
د امريكې د باندنيو چارو وزيری هيلاري كلنتون په وار ار دا خبره كړې چې امريكې يو ځل افغانستان ته شا كړې وه خو دا ځل به هغه تير وتنه نه تكراروي . د هغې له اظهاراتو څخه معلوميږي چې امريكه او ناټو به تر هغه وخته په افغانستان كښې وي تر څو چې د افغانستان پوځ او امنيتي قواوې ددې جوګه شوي نه وي چې خپل امنيت په خپله وساتي .
د افغانستان په دولت كښې د طالبانو ضد عناصر په هيڅ صورت دى ته حاضر نه دي چې له طالبانو سره روغه جوړه وشي . د ملي امنيت پخواني رئيس امرالله صالح خبر دارى وركړى چې طالبان د كابل دروازو ته رسيدلي دي . نوموړى د طالبانو په مخالفينو كښې يو مهم عنصر دى ، ده نه غوښتل چې له طالبانو سره د سولې خبرې وشي . ويل كيږي چې نوموړى په همدې دليل له دندې ګو ښه كړاى شو . د امرالله صالح تر شا دده ټوله ډله ولاړه ده او ټول د طالبانو مخالف دي . هرڅومره چې له طالبانو سره د افغانستان د دولت د سولى او پخلاينې خبرې او آوازې اوج نيسي په همغه اندازه په دولت كښې د طالب ضد عناصرو حساسيت ډيريږي او له دې سره دا خطر پيدا كيږي چې وسله واله نخښتې منځ ته راشي .
* افغانستان ته د بين المللي ټولنې له خوا له مرستو څخه د 50 % د پنځوس په سلو كښې مرستې د افغانستان د دولت له خوا په مصرف رسيدل .
د كابل په كنفرانس كښې د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي په دې خبره تأكيد وكړ چې د بين المللي مرستو څخه بايد چې 50% فيصده مرستې د افغانستان د حكومت له لارې مصرف شي. په كنفرانس كښې ګډون كوونكو هم له دې طرحې څخه حمايت وكړ . خو پوښتنه دا ده چې آيا د افغانستان حكومت دا ظرفيت لري چې 50% مرستې په شفاف ډول مصرف كړي ؟ دا كار په لاندنيو صورتونو كښې امكان لري .
1- له دولتي ادارو څخه د اداري فساد قوي ريشې ايستل ، چې دا كار ډير مشكل دى , اداري فساد په ډيرو اسلامي او عربي هيواد كښې موجود دى خو په هغه اندازه نه دى څومره چې په افغانستان كښې دى.
په مطبوعاتو كښې دا خبرونه نشر شوي چې د پنځه لسو تنو وزيرانو دوسيې چې بر حال وزيران هم پكښې شامل دي په څارنوالئ كښې تر تحقيق لاندې دي ، په دې وزيرانو د رشوت او اختلاس تورنه لكول شوي دي ، دا څو مياشتې كيږي چې دا خبرې كيږي خو تر اوسه پورې نه ددغو وزيرانو نومونه افشا شول او نه هم دوي محاكمه شول . اوس پوښتنه داده چې كه داسې حال وي نو آيا اداري فساد به له منځه لاړ شي ؟
ددې پوښتنې ځواب دادى چې په دې صورت كښې د اداري فساد له منځه تلل امكان نه لري.
اوس كه د بين المللي ټولنې د مرستو 50 % د افغانستان حكومت ته وركړ شي نو هغه به لكه د نورو پيسو نوش جان شي او هيڅ كار به پر مخ لا ړ نه شي .
2- په دولت كښې كار اهل كار ته نه سپارل :
په دولت كښې كار اهل كار ته نه سپارل د افغانستان د دولت ستره ستونزه ده. په دولت كښې داسې معيارونه وجود نه لري چې د هغو په اساس مناسب كدرونه د مناسبو پستونو د پاره وټاكل شي . دولت داسې كدرونو ته اړتيا لري چې دداسې شخصي صلاحيتونو او اخلاقي ، علمي او عملي صفاتو خاوندان وي چې د هغو په مرسته وكولاى شي خپلې خپلې چارې په ښه شان سره پر مخ بوځي . كومو كسانو ته چې مهم او قيادي پستونه سپارل كيږي هغوي بايد چې د خپلو ، تنظيمي ، مذهبي او سياسي منافعو په فكر كښې ونه وسي ، دوي بايد ملي نظريات ولري او په ملي مفكوره د خدمت ميدان ته ورودانګي . له بده مرغه مونږ وينو چې په دولت كښې هغه كسان قدرت ته رسي چې په ټولنه كښې د اقتصادي ، تجارتي قوت خاوندان دي ، دا كسان متأسفانه د ځان په ګټه د افغانستان اقتصادي سياست ټاكي .
د افغانستان دولت ته ښايي چې هغو كسانو ته په قدرت كښې برخه وركړي چې :
1- هيواد او خلكو ته مخلص او وفادار وي .
2- د نفس پاكي ولري .
3- له وطن سره مينه او اخلاص ولري.
4- په زړونو كښې رحم او ترحم ولري.
5- په غريبانو ظلم ونكړي .
6- د خپلو شخصي ګټو د پاره كار ونه كړي بلكې د خلكو او هيواد ملي ګټې په نظر كښې ونيسي.
7- د قوم پرستئ په نشه مست نه وي.
8- د افغانستان ملي ګټې د پرديو له ګټو قربان نه كړي.
9- خپل ولسمشر ته وفادار وسي .
كه چيرې دولت دا پورتني ټكي په پام كښې ونه نيسي نو كه په ملياردونو ډالرې ددولت په لاس وركړ شي نو هغه به د پخوا په شان عيش و نوش شي
دا فغانستان خلك ښونځيو او پوهنتونونو ته ته ضرورت لري ، روغتونو نو او روغتيايي مركزونو ته ضرورت لري ، د لارو او سړكونو جوړولو ته ضرورت لري ، د اجتماعي او اقتصادي ژوند ښه كولو ته ضرورت لري .
كه چيرې هغه پيسې چې د جكړې په ماشين لكيږي هغه د افغانستان د بيا رغونې او آبادى په ماشين ولكول شي نو هرڅه به سم شي .
3- په 2014 كال كښې افغاني قواو ته د نظامي عملياتو د قيادت تسليمول:
د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي د كابل په كنفرانس كښې دا خبره وكړه چې تر 2014 ميلادى كال پورې به د افغانستان اردو او امنيتي قواوې د امنيت چارې په لاس كښې واخلي او نظامي عمليات به افغاني قواوې تر سره كوي.
په كنفرانس كښې د اوياو هيوادونو او بين المللي سازمانونو ستازو د حامد كرزي دې خبرې ته هم هر كلى ووايه . خداى دې وكړي چې د كرزي حكومت وكولاى شي تر 2014 كال پورې د خپل حكومت نظامي او امنيتي قواوې دومره تقويه او پياوړې كړې چې خارجي قواو ته احتياج پاتې نه شي . د حامد كرزي دا خبره به هغه وخت په حقيقت بدله او عملي شي چې دا لاندني پيشنهادونه او خبرې په پام كښې ونيول شي.
1- د افغانستان داردو او امنيتي قواو غير سياسي او غير تنظيمي كيدل
2- د اردو او امنيتي قواو په ليكو كښې د پخوانيو مسلكي منصب دارنو راوستل او ټاكل.
4- په اردو او ملي پوليسو كښې ټولو قومونو ته د هغوي د نفوس په اساس مساويانه برخه وركول
3- د عسكري دورې د نظام اعاده كول .
4- د ناټو د قواو له خوا په خلكو د ړندو بمباريو بندول.
5- د افغانستان په چارو كښې د همسايه هيوادونو د لاس وهنو بنديدل.
6- په ټولو ولايتونو كښې په عادلانه ډول د اقتصادي پرمختيا د پروګرامونو جوړول او عملي كول.
8- په ولاياتو كښې د مخلصو ، صادقو ، وطن پرستو ، لايقو او كار پوهو واليانو ټاكل.
9- په هيواد كښې د زورمندانو او جنګسالارانو د زور او قوت ختمول.
10- په دولت دارۍ كښې له اصولو او قوانينو څخه كار اخستل.
11- د فساد اداري سره په ټنګه مبارزه كول او مفسدين د قانون منګلو ته سپارل.
12- د كارونو په اجراء كښې له عدالت ، انصاف او مساوات څخه كار اخستل.
د كابل د كنفرانس مهتم او جوړونكی ډاكټر اشرف غني احمد زى ؤ. داكټر اشرف غني د هيواد يو ه علمي هستي ده . د اوياو هيوادو او بين المللي سازمانونو استازو را ټولول او د كنفرانس دايرول كوم آسان كار نه دى . مو نږ ډاكټر اشرف غني او دده په شان نورو عالمانو او پوهانو ته ضرورت لرو، دا وطن د همداسې عالمانو او پوهانو د فكر په بركت آباديداى او جوړيداى شي .په هيواد كښې د جعل او ناپوهئ تيرې د همداسې عالمانو او پوهانو د فكر په رڼا روښانيداى شي. هيله لرو چې د افغانستان دولت او په سر كښې د افغانستان محترم جمهور رئيس حامد كرزى به د اشرف غني په شان نورو ډيرو عالمانو او پوهانو ته د كار زمينه مساعده كړي چې وكولاى شي د افغانستان ستونزې د عقل او پوهې په وسيله حل كړي.
په درناوي