دوکتور اصغرخیل منګل
کابل ولایت څخه ولسي جرګې ته مستقل کاندید
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اعلام له مخې د ۱۳۸۹ کال د زمري د میاشتې په ۲۷ نیټه په هیواد کې ولسي جرګې ته ټاکنې ترسره کیږي. دا دوهم ځل دی چې د طالبانو له حکومت رادورې ولسي جرګې ته د ملت نمایندګاه ټاکل کیږي. نوموړې ټاکنې په داسې وخت کې ترسره کیږي چې اوس په هیواد کې دنړۍ ۴۶ هیوادونو د شتون سره سره په ځینو سیمو کې امنیتي وضعه ښه نده او څه موده د مخه په کابل کې د سولې مشورتي جرګه د دریو ورځو لپاره جوړه شوه تر څو د مخالیفینو سره د مذاکراتو او خبرو اترو پر مکانیزم کار وکړي او په هیواد کې د سولې او امنیت د بسیا کولو لپاره لارې او ګودرونه وپلټي.
د افغانستان خلک له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه دا تمه لري چې د جرګې پریکړو ته په درنه سترګه وګوري او دهغوی په پلي کولو کې په اساسي قانون کې د مطرح شویو ارزښتونو او نورو لاسته راوړنو په پام کې نیولوسره عملي ګامونه پورته کړي. دا په داسې حال کې چې نړیوال او په ځانګړې توګه د هغو هیوادونو خلک چې د افغانستان سره یې مالي مرستې کړي او د دا ډول مرستو د ادامې سره ژمن دي او په افغانستان کې د ناټو او ایساف په چوکاټ کې پوځي شتون لري پوښتنه کوي چې د افغانستان راتلونکې پارلماني انتخابات به څومره ډموکراټیک، آزاد او راڼه وي؟
د دوی دا تشویشونه پرځای دي، ځکه ټولټاکنې په ټولنه کې د دموکراسۍ د پلي کیدو اساسي شرط دی. دموکراسۍ د خلکو حاکمیت ته وايي او د خلکو حاکمیت هغه وخت منځ ته راتلای شي چې دولتي مقاماتو نیولو لپاره د احزابو او یا شخصیتونو تر منځ رښتینې او سالم رقابت منځ ته راشي، ټولو خلکو ته له قومي، ژبني، مذهبي، سیاسي، جنسي او قبیلوي تبعیض او توپیرپالنې پرته په ټولټاکنو کې حق ورکړی شي او ټولنې د وګړو لپاره د سیاسي او مدني آزادیو مسئله لکه د بیان آزادي، د مطبوعاتو ازادي او نورې مدني آزادۍ، لکه د کار حق او نور حقونه تضمین شوي وي.
دموکراسۍ د خلکو په خوښه حکومت ته هم وايي. خو دا ضمانت هم نه کوي چې حتماً به تر ټولو پوه او خیرغوښتونکې انسان دغه او یا هغه مقام ته ټاکل کیږي. د دموکراسۍ اصول په همدۍ خبرې کې نغښتې دي چې د ټولنې هر غړي ته دا موقع ورکوي چې داسې کاندید ته خپله رایه ورکړي چې د ده له نظره تر نورو غوره وي. پدې توګه د ټولنې هر وګړې د هیواد په سیاسي بهیر کې برخه اخلي او په ټولټاکنو ې په ګډون سره په هیواد کې راتلونکې سیاسي مقاماتو ته د صادقو، ترقي غوښتونکو او دموکراسي پلوه انسانانو په ټاکلو کې او پدې ترتیب د هیواد د سیاسي سرنوشت په تعینولو کې خپل ملي مکلفیت او دَین ادا کوي.
سیاست پوهان د هغو فکتورونو په باره کې چې په ټولنه کې د دموکراسي د ودی سره مرسته کوي ځانګړي نظریات لري. خو زموږ په هیواد کې عمومي وروسته پاتې والې، په لوړه سطحه د بی سوادۍ شته والۍ، د ضعیف اقتصاد موجودیت او په زیاتره برخو کې په باندنیو مرستو تکیه درلودل، په هیواد کې د لویو ګوندونو نشتوالې، او همدا شان د ملي مستقل افغاني تفکر نشتوالې او د نورو ټولنو له تجربو څخه مستقیم تقلید کول هغه څه دي چې زموږ په ټولنه کې یې د دموکراسۍ د چټکې ودې لپاره خڼډونه رامنځ ته کړي دي. بله ډیره اساسي خبره دا ده چې دموکراسۍ يوازې په سوله کې امکان لري. له سولې پرته دموکراسۍ موجودیت نشي لرلې، لکه څنګه چې د قانوني اپوزوسیون پرته دموکراسۍ هم معنی او مفهوم نلري. پوښته دا ده چې موږ د خپل وطن خلکو او راتلونکو نسلونو په وړاندې په اوسنیو کړکیچنو حالاتو کې د ملي اسلامي او افغاني مسئولیت په درلودلو څنګه کولای شو په هیواد کې د دایمي او عادلانه سولې د تأمین او ټینګښت او په راتلونکو ټولټاکنو کې په خپل ګډون له لارې په هیواد کې د دموکراسۍ د انسټیټیوټونو د لا ټینګښت او پدې توګه د دموکراسۍ نظام په پخولو کې چې زموږ د خلکو لوی ملي ارمانونه دي خپل تاریخي رسالت ترسره کړو.
زما په آند موږ ټول د افغانستان ملي او ترقي غوښتونکي روښانفکران، دیني عالمان، سیاسي ګوندونه، ټولنیز سازمانونه، مدني ټولنې، د کلي او قوم مشران باید تر ټولو د مخې د سولې او ملي یووالي لپاره ګدې هلې ځلې وکړو. دا ځکه، څومره چې موږ سولې ته اړتیا لرو په هماغه اندازه موږ ملي یووالي ته اړتیا لرو. او دا کار هغه وخت ژر ترسره کیدای شي چې موږ د عدم تشدد دسلوک پر خوا زور واچوو او پدې ډول نه یوازې د ټولنې داخلي بلکې د باندنیو هیوادو سره هم راپیدا شوې ستونزې حل کړو. د عدم تشدد فلسفه د پخوا زمانو را هیسې په نړې کې موجوده وه. مهاتما ګاندي په هندویت، مارتین لوتر ګینګ په عیسویت او غفارخان یې په افغاني – اسلامي نړۍ کې ددی لارې ستر او لوی مبارزین ګڼل شوي دي. پاچاخان د اسلام د سپیڅلي دین د ژورې څیړنې له مخې د عدم تشدد فلسفه وموندله او دی پایلې ته ورسید چې افغانان د عدم تشدد د فلسفې پر بنسټ باید نه یوازې د خپل وطن د آزادي لپاره یوموټي شي بلکې د دوی تر منځ د بی اتفاقۍ او غچ اخیستلو ریښې د بیخه وباسي. پاچاخان پدی باور درلود چې عدم تشدد د تشدد غوندې يو ځواک دی، «خو د عدم تشدد وسله تبلیغ دی او د تشدد وسله ټوپک دی، عدم تشدد په خلکو کې محبت پیدا کوي، همت پیدا کوي، جرأت پیدا کوي او تشدد په خلکو کې نفرت پیدا کوي…. څنګ چې تشدد یو نظام دی همداسې عدم تشدد هم مکمل نظام دی» (۱)
پاچاخان ویل چې «اسلام یقین، عمل او مینه ده»(۲) او عدم تشدد د اسلام د سپیڅلي دین، د سولې، زغم او صبر د زړي څخه زرغونیږي. کلونه پخوا فخر افغان، د همدې لارې ستر مبارز ، د عدم تشدد د ګټو او د تاوتریخوالي او د تیریو د بی ګټیتوب په اړوند ښه پرځای وئیلي وو چې: «تاسو وینئ چې نړۍ د تباهۍ او تیري په لور روانه ده. تیري د خلکو کرکه او ویره زیږوي. زه په عدم تشدد عقیده لرم او وایم چه تر هغه به د نړۍ په خلکو کې سوله او ارامي رانشي تر څو چې تشدد روان وی». (۳).
وخت ثابته کړه چې د پورتني تحلیل او عقیدې منځپانګې خپل تاریخي قوت له لاسه نه دی ورکړې. نننۍ نړۍ چې په ورانوونکو زروي، کیمیاوي او بیولوژیکي او نورو وسلو په زیرمو بدله شوې ده. زموږ ښکلې خاورینه کره او هم په خپله د بشریت شتون یې د منځه تلو د ګواښ سره مخامخ کړی دی. نو ځکه نن تر بل هر وخت نه زیات د عدم تشدد نظریه ارزښت پیدا کوي او په نړیوال معنوي ځواک بدلیږي. د څو وروستیو کلونو تجربې وښووله چې جنګ د افغانستان د ستونزو د حل لاره نده، یوازې د افغانانو تر منځ سوله ایزې خبرې اترې ملې پخلاینه، ملي روغه جوړه او د افغانانو تر منځ تفاهم د ټولو ستونزو لپاره د عدم تشدد د اصولو په چوکاټ کې ښه، ژر او عملي لاره موندلای شي. باید ملي روغه جوړه د تیوري او شعار د چوکاټ څخه راویستل شي او د یو ارزښت په ټوګه ورته په ګډه کار وشي. او هیڅ کله باید ملي پخلاینه او دموکراتیکې لاسته راوړنې د یوبل سره په تقابل کې مطر نشي بلکه په ګډې هارموني کې پر مخ ولاړې شي. ترڅو د یوې خوا په ټولنه کې هغه لاسته راوړنې چې افغان ولس د زیاتو قربانیو په نتیجه کې منځ ته راغلي دي هم وساتل شي او د بلې خوا د ټولنې د پرمختګ زمینه نوره هم برابره شي.
ملي روغه جوړه او مصالحه د پراخ تفکر په توګه د اوسني او راتلونکي نسلونو لپاره د ترقي او مدنیت لارې ته بلنه ده او د یوه ملي او تاریخي ضرورت په توګه د افغانانو د تفاهم، ملي یووالي او بالاخره د ملت جوړولو او قوي پرمخ تلونکي نظام او دولت د رامنځ ته کیدو لپاره ګډ ملي نظریاتي بنسټ دی.
لکه څنګه چې د اسلام دین تل د افغانانو په یووالي او پیوستون کې ستر رول لوبولې دی، ملي مصالحه هم په هیواد کې د اقتصادي، اجتماعي او سیاسي ودي به منظور د ټولو لپاره ډیر ښه مفکوروي محور جوړولې شي.
په داسې ټولنه کې چې په تیرو دریو لسیزو کې د جنګ ګرم میدان وه انتخابات سرته رسول د ټولو نیمګړتیاوو سره سره د هیواد د سیاسي نظام د ودې لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ده. خو انتخابات هغه وخت ښې لاس ته راوړنې درلودای شي چې د هیواد وګړي – ښځینه او نارینه – پکې د ازادی ارادې پر بنیاد پراخ ګډون وکړي. او راتلونکې ولسي جرګې ته داسې نماینده ګان وټاکی چې د افغانستان ملي ګټو او ملي یووالي ته وفادار وي او داسې ارزښتونه لکه ملي حاکمیت، دموکراسي، ټولنیز عدالت، د بشر حقونه او بیا په تیره د ښځونه حقونونه ورته مطرح وي. دا ځکه چې راتلونکې پارلمان باید په داسې لارو چارو لاس پورې کړي او داسې قوانین تصویب کړي چې د ټولنې د اقتصادي پرمختګ او عصری کولو ته زیاته زمینه برابره شي او نور زموږ هیواد د بی وزلۍ، ناتوانۍ او بیوسۍ له حالته چې د بد نیته ګاونډیانو په کړۍ کې راګیر شوي دي ووځي.
راتلونکي پارلمان باید د حاکمیت نورو ارګانونو سره یو ځای په داسې لارو فکر وکړي چې زموږ په هیواد کې د ۴۶ هیوادونو او په نړۍ کې د لویو اتحادونو په شتون کې د اوسني حالت نه زیاته ګټه واخیستل شي، چې د یوې خوا زموږ ملي ګټې پکې خوندي وي او د بلې خوا په هیواد او سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره لازم شرایط رامنځ ته شي او د تل لپاره هغه افراطی کړۍ او تروریستي شبکې چې سیمه یې ناآرامه کړې ده او هر ورځ خپل ورانوونکي فعالیتونه زموږ په هیواد کې ترسره کوي د منځه یووړل شي.
ځیني هیوادونه او په ځانګړې توګه د هغوی څارګرې ادارې پخوا هم پدې لګیا وی او دي چې زموږ ټولنه په اتنیکي، ژبني او مذهبي معیارونو وویشي. هغوی غواړي افغاني ټولنه په بیلابیلو برخو تقسیم شي تر څو هیڅکله هم زموږ په هیواد کې ځواکمن پرمختللې نظام او ملي حاکمیت جوړ نشي. دوی چې تل یې د افغانستان د بی ثباتۍ، بحران او جنګ څخه ګټه پورته کړې ده غواړي د تل لپاره زموږ هیواد همداسې وروسته پاتې وساتل شي.
خو افغانان باید پدې پوه وي چې کمزورې نظام، ضعیف مرکزي حکومت او د قانون نه حاکم کیدل او جګړه د هیچا او هیڅ قوم په ګټه نه دي. برخلاف په ټولنه کې د قانون یوشان پلي کؤل، د ځواکمن مرکزي حکومت موجودیت د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو او ټولنې د هر وګړي په ګټه دي. او دا هغه وخت منځ ته راتلای شي چې موږ په خپل هیواد کې سوله تامین کړو، ملي یووالې وساتو او د قانون حاکمیت پلې کړو.
له همدې کبله د راتلونکي پارلمان د هر وکیل ملي اسلامي دنده ده چې زموږ په هیواد کې ملي یووالي لپاره نه ستړي کیدونکې منډې ووهي او د پارلمان په ګډون د هیواد په سیاسي نظام کې د سالمې فضا په رامنځ ته کیدو سره خپل مسئولیت ترسره کړي.
افغانان لکه د نړۍ نور ولسونه کیدای شي چې د سیاسي طرز تفکر پر بنا په بیلو ډلو وایشل شي، خو په قومي، ژبني، مذهبي او سمه ایزو ګروپونو د افغانانو ویشل د هرچا لخوا چې وي هغه تاریخي خیانت دی چې زموږ په هیواد کې دا ناورین او غمیزه لاپسې غځوي او د اوږدو کلونو لپاره یې جاري ساتي. د راتلونکي پارلمان وکیلان باید د نوي سیاسي کلتور پربنا د نظام د نورو کړیو سره یو ځای نړۍ والو ته دا ثابته کړي چې زموږ ملي یووالې نه ماتیدونکې دی او افغانیت زموږ د ملي هویت او پر دموکراسۍ باندې باور زموږ د دموکرات هویت پیژندنه ده. د افغانستان ستونزه افغانان نه بلکه د افغانستان ګاونډیان دي چې بنیادګر پالي، وده ورکوي او د تروریستانو په توګه یې زموږ هیواد ته د تخریبي عملیاتو او ځانمرګي بریدونو لپاره رالیږي.
نن افغانان د یوې خوا د ترهګرۍ ضد جګړې کې د «القاعدې» او نورو تروریستانو او د خپلو بدنیته ګاونډیانو د لاس وهنې سره لاس ګریوان دي او له بلې خوا د هیواد د بیا رغونې او آبادولو په چارو لګیا دي.
نړیواله ټولنه په دواړو برخو کې د افغانانو سره مرستې کوي او زیات هیوادونه د «ناټو» او «ایساف» په چوکات کې پوځي شتون لري. اوس د بل هر وخت څخه نړیوال حالات زموږ په هیواد کې د دموکراسۍ د انسټیټیوتونو د ودې په ګټه دي او د نړیوالو فکتورنو اغیزه په کورني سیاست کې خورا زیاته ده. لازمه ده چې هر وکیل پرته له دی د کوم ولایت څخه ټاکل شوې دی باید د افغانستان د ټول ملت د استازي په توګه ځان وبولي او د نورو سره یو ځای د پراخې حوصلې په درلودلو په هیواد کې د ریښتنې سولې او دموکراسي لپاره چې زموږ د ټولو ملي ارمان دی فعال او مثبت رول ولوبوي.
وايي چې سیاست د انسان کرکتر خرابوي. دا سمه نده خراب کرکترونه دي چې سیاست خرابوي.
پر ملي ګټو نه ولاړ سیاستونو تل ملتونه او هیوادونه د تباهۍ خواته ټیل وهلي دي او د لویو غمیزو سبب ګرځیدلي دي. لوی شخصیوتونه لوی سیاست کوي. د کوچنیو ډلو په ګټه مبارزه سیاست نه بلکه عملا د سیاست څخه د تیښتې معنا لري. لکه څنګه چې زموږ یو تاریخي شخصیت وئیلي:
«څو دی توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دی زوال وینم نهنګه»
تاریخ ښودلې ده چې د څو کسانو د نامشروع ګټو لپاره سیاست کول د زیاتې مودې لپاره لاسته راوړنې نشي درلودای. سیاست تل د ارزښتونو پر سر جګړه ده او موږ هم د معقولې ستراتیژۍ په درلودلو (د عنعنې او مدرن تفکر تر منځ) د قوي کړۍ په رامنځ ته کولو له لارې باید د بشري ټولنې له خوا د منل شویو ارزښتونو په لور خپل حرکت ګړندې کړو.
موږ د ریالیستو انسانانو په توګه په نړې او سیمه کې د رامنځ ته شویو حالاتو په پام کې نیولو سره ټولو افغانانو – که په هیواد کې دننه او یا د نړۍ په هر ګوټ کې چې ژوند کوي – تاریخي، اسلامي ملي او وجداني دنده ده چې په افغانستان کې د امن او سولې په ټینګولو او د هیواد د بیا رغونې په ټولو چارو کې خپل ټول ټوان او وس وکاروو. د افراطي وسله والو ډلو د بی وسلې کیدو مسئله بشپړ حل د مخدره توکو کښت، تولید، ترافیک او همدا شان د چاپیریال د ککړتیا پرضد کلکه مبارزه باید دوام پیدا کړي او زراعتي نور بدیلونه یې ځای ونیسي او کرار کرار د دموکراسي د ودې سره یو ځای اقتصادي پرمختیا هم خپل معقول مسیر د ټولنیزو مسئولیتونو او مکلفیتونو په پام کې نیولو سره ګړندي حرکت ځانته غوره کړي.
وايي چې د سپینو کالیو په آغوستلو څوک نه ملا کیږي. همدا شان یوازې د دموکراسۍ په غوښتلو هیڅوک دموکرات کیدای نشي. یو دموکرات باید تر ټولو د مخه د دموکراتیکو اصولونو په چوکات کې د نورو درناوې وکړي. د هغوی نظر او بیان ته غوږ ونیسي، د مختلفو نظریاتو خاوندان وزغمي او هڅه وکړي چې د پوهاوي ژبه او دمعقولو لارو پیدا کولو له مخې د هغوی سره د ملي موخو په لور ګډ کار وکړي او پدې توګه د دموکراسي اصولو ته د ملي ګټو په چوکات کې خپله وفاداري په عمل کې ثابته کړي.
دموکراسي د بشري ټولنې د ګڼو پیړیو داسې لاسته راوړانه ده چې یوه هیواد څخه بل هیواد ته نه لیږدول کیږي، بلکه په خپله په ټولنه کې یې بنسټ ایښودل کیږي، وده کوي او په پای کې په یو سیستم بدلیږي. زموږ په هیواد کې د دموکراسۍ د بشپړې ودې لپاره د مبارزې بهیر ډیر اوږد دی او د ځانګړیو خصوصیاتو او شرایطو په پام کې نیولو سره په نژدې راتلونکي کې د ریښتنې او پراخې دموکراسۍ پلي کؤل په لنډ وخت کې عملي کار نه بريښي. نو ځکه په کار دي چې په پراخه حوصله د هغه نسبي تاریخي فرصت څخه چې اوس مهال د افغانانو په برخه شوی دی په هیواد کې د امنیت د رامنځ ته کیدو، د قانون د حاکمیت د پلي کیدو او پدې توګه د دموکراسۍ پرمخ تللې پړاو ته د رسولو په لاره کې زیاته ګټه واخیستل شي او د داسې ټولنې د منځ ته راوړلو په کار کې هڅه وشي چې په هغې کې ټول ټولنیز او سیاسي مسائل په دموکراتیکه بڼه حل او همدا چلند په سیاسي او ټولنیز چاپیریال کې په یو طبعی اصل بدل شي.
دا دی یو ځل بیا تاریخ افغانان او په ځانګړي توګه افغاني روڼ آندي او منورین په ۲۱تمه پیړۍ کې چې د «ګلوبلایزیشن» (globalization) په بهیر کې نوې نړیوال نظام شکل مومي او د بلې خوا جهاني ټولنه د نړیوال تروریزم سره په جګړه کې ښکیل ده، د لوی ازمایښت سره مخامخ کړي دي.
زه د یوه اپټمیست په توګه باور لرم چې مدبر افغاني روڼ اندي او سیاستوال به په زغم ، انعطاف، تفاهم او هوښیاري سره په نويو شرایطو کې دا آزموینه په بریالیتوب سرته ورسوي. خو ددی لپاره یو اساسي شرط دا دی، چې تر څو موږ ټول د سولې، دموکراسۍ، ملي یووالي او ټولنیز عدالت تامین او ټینګښت په خاطر خپل شخصي، قومي، سیمه ایز او ګروپي تمایلات او ګټې ترشا ونه غورځوو او په صداقت سره د ګډ او متحد عمل لپاره یوبل ته ټینګ لاسونه ور نه کړو نه یوازې به په تدریجي توګه د خپل سیاسي مرګ خواته ولاړ شو بلکه هیڅکله به هم د هیواد او خلکو په ګټه اغیزمن او ګټور کارونه سرته ونه شو رسوالای.
پای
________________________________________
ماخذونه :
۱- عبدالغفار خان، «زما ژوند، جد او جهد»
۲- د خان عبدالغفار خان سره د ایکانات اسوران له مرکې څخې
۳- ٬٬ ٬٬ هماغه ځای