پرون د ۲۰۱۰جولای ۲۹ نېټه په هالنډ کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت جنرال کونسلګري د يو لړ مراسمو په ترڅ کي په سفارت واوښته .
په دې مراسمو کي د افغانستان او هالنډ د لوړ رتبه چارواکو تر څنګ په هالنډ کي د افغانستان له څلوېښت زره جلا وطنه افغانانو څخه په لسګونو پخوانيو مامورينو ، ديپلوماتانو ، ليکوالو او د پوهي او قلم خاوندانو او سپين مشرانو هم برخه اخستې وه .
د سفارت د پرانستني دا مراسم چي د افغانستان د سفارت په تالار کي ترتيب سوي وو د قرآن عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت پيل سوه ، ورپسې د افغانستان سفير ښاغلي ډاکټر جمشید جمراد د خپلي وينا پر مهال هم د جنرال کونسلګرۍ د همکارانو هڅي وستايلې او هم د هالنډ مېشتو افغانانو سره ددوی ښې اړيکي ، نوموړي دخبرو په يوه برخه کي دا ومنله چي به کونسلګري کي تر دې مخکي ډيري ستونزي وې ، چي اشاره يې تر ده مخکي ددې کونسلګرۍ هغو پخوانيو مسولینو ته وه چي تر ډيره يې د افغانستان پر ځای د يوې سيمي يا ډلي استازيتوب کاوه . نوموړي خوښي څرګنده کړه چي د کونسلګرۍ د کاري ډلی د زيار او هڅو پايله ده چي نن د هالنډ له ګوټ ګوټ څخه د افغانستان بچيان ددوی سره په دې مراسمو کي يوځای راټول سوي دي .
نوموړي وويل ټول پوهيږو چي افغانانو د هغو بدو ورځو له امله چي ورسره مخامخ و مهاجرتونه وکړه او اوس يې زیاتره د نورو هيوادونو تابعيتونه لري خو افغانستان ددوی اصيل او پلرنی ټاټوبی دی او دغه سفارت هم ټولو افغانانو ته د کوچني افغانستان حيثيت لري او موږ يې په مينه خدمت ته تيار يو .
وروسته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اروپا لپاره د سفارتونو او نمایندګيو مسول ښاغلي ډاکتر عمر د موضوع په اړه خبري وکړې ، نوموړي د خپلو خبرو په پای کي د هالنډ هيواد د بهرنيو چارو وزارت څخه راغلی لوړ رتبه مامور مخاطب کړ او د هغه څه مرستو او همدرديو له امله يې مننه وکړه چي د هالنډ هيواد په افغانستان او هالنډ کي د افغانانو سره تر سره کړي دي .
نوموړي وويل چي موږ پوهيږو چي هالنډ له افغانستان څخه خپل پوځيان باسي خو دا په دې معنا نه دي چي هالنډ له افغانستانه وزي ، دنوموړي په وينا ، هالنډ به افغانستان د جوړولو او نړيوالي ترهګرۍ له منځه وړلو په برخه کي افغانستان يوازي نه پريږدي .
ورپسې دوه نورو د قلم او پوهي خاوندانو هم په پارسي ژبه خپلي ويناوي او يو شمېر بيتونه واورول ، په پای کي له قومي مشر ښاغلي حاجي محمد نادر واصفي څخه هيله وسوه چي د خپلي وينا په ويلو سره د پای دعا وکړي او مراسم پای ته ورسوي .
ښاغلي واصفي د کونسلګرۍ څخه سفارت ته د افغانستان د نمايندګۍ د لوړېدو په اړه مبارکي وړاندي کړه او دعا يې وکړه چی خدای ټولو افغانانو ته د يووالي او اتحاد خواته د راټولېدو توان ورکړي .
په پای کي د نوموړي لخوا ددعا په ويلو سره مراسم پای ته ورسېده ، رابلل سوو مېلمنو په هغه ماښامنۍ کي برخه واخيسته چي د سفارت لخوا چمتو سوې وه ، ماښام نژدې اته نيمی بجې دامراسم پای ته ورسېدل.