کور / تازه خبرونه / القاعدې پر کابل د ١١ سپټمبر د حملو پلان درلودئ

القاعدې پر کابل د ١١ سپټمبر د حملو پلان درلودئ

د ګارډين ورځپاڼه وايي د القاعدې شبکې پر کابل د يوې داسي غټي حملې پلان درلودئ، چي د ٢٠٠١ کال د ١١ سپټمبر په څېر مرګ ژوبله به يې اړولې واى.
د ګارډين ورځپاڼي دغه مطلب د ويکي ليکس ويبپاڼي له خپرو سويو رازونو اخيستى چي د آزادۍ راډيو يې پښتو ژباړه خبره کړه.

راپور وايي د القاعدې دوهم مشر ايمن الظواهري پر هغه ښار د مرګوني حملې پلان جوړ کړى وو، چي څو کاله يې مېلمه پالنه او ساتنه پکښي کېده .
د ګارډين ورځپاڼه وايي حمله د پاکستاني استخباراتي افسرانو او ځينو افغان مامورينو په مرسته داسي پلان سوې وه، چي څو مسافر وړونکي الوتکي وتښتول سي، پر جمهوري رياست (ارګ)، د امريکا او برتانيې پر سفارتونو او آريانا هوټل کي چي د سي، آى، اې مامورينو کرايه کړى ووهل سي.
د ګارډين ورځپاڼي ويلي دوى د هغو پاکستاني او افغان مامورينو نومونه هم ترلاسه کړي چي د القاعدې او طالبانو په دې حمله کي يې لاس درلودئ.