کور / تازه خبرونه / ډيويډ کامرون د پاکستان خلاف له خپل دريځ څخه دفاع وکړه

ډيويډ کامرون د پاکستان خلاف له خپل دريځ څخه دفاع وکړه

د برتانيې صدراعظم ډيويډ کامرون د پاکستان پر خلاف له کړيو څرګندونو څخه کلکه دفاع کړې او وايي له پاکستان سره بايد سپيني خبري وسي.
ډيويډ کامرون د ويکي ليکس ويبپاڼي تر خپرو سويو پټو اسنادو وروسته هندوستان د سفر پر مهال د پاکستان پر حکومت سختي نيوکي وکړې او له دې هيواد څخه يې وغوښتل چي د افغانستان په باب له دوه مخي پاليسۍ څخه لاس واخلي.
د پاکستان حکومت د ډيويډ کامرون پر خبرو خواشيني څرګنده کړې خو کامرون وويل چي نور د سپينو خبرو وخت رارسېدلى او پاکستان بايد ځان اصلاح کړي.
د ويکي ليکس ويبپاڼي خپاره سوي اسناد ښيي چي پاکستاني استخبارات طالبانو ته پيسې او وسلې ورکوي او هغوى په افغانستان کي پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونو او د عامه شتمنيو ورانولو ته هڅوي.