کور / شعر / غزل

غزل

خوله   مو  د غوښتــــلو هنر نه  لري
ځــکه  خو  دعــــــا وي  اثـــــــر نه   لـــري

شپه په شپه کي زېږي دا څه پېښه ده
تور  ازل   مو   وړانګي  د لمر نه   لري

نن  خو  د ا بېړۍ  ځکه  ډوبیږي   چي
پا ته  تـرې  ساحــــل سو  لنګر نه لري

څکه   د خــوښۍ  دلتــــــه  حرامـــه  ده
خدایه!   دا روژه  دي  اختر نه  لري؟

موږ  غوټو د مرګ په لاس کي ورکړلو
کمه  دﺉ  رحـــمانه  ؟   ګوهر   نه لـــري

ربـــه (ج)  د خلاصون  لاره  راوښيــه
خوار  ناصر  د  پوهي  بصــر  نه  لــري


۲۷/جولای/۲۰۱۰