کور / تازه خبرونه / پکتیا: د مېرمنو د کلتوري مرکز ودانۍ جوړه شوه

پکتیا: د مېرمنو د کلتوري مرکز ودانۍ جوړه شوه

( پنجشنبه د زمری شپږمه ) د پکتیا مرکز ګردیز کی د ښځو لپاره د کلتوری مرکز ودانئ بشپړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کی د سلاکار وزیر او پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد لخوا پرانیستل شوه .

دا ودانی په دوه پوړونو کی په پاخه او اساسی ډول جوړه شوی چی د اړتیا وړ اته خونی لری او د جوړونی چاری یی د یوکال په ترڅ کی بشپړی شوی .

په دی ودانی څلورشپیته زره امریکایی ډالره مصرف راغلی چی په پکتیا کی میشت د بیا رغاونی ټیم لخوا یی پیسی ورکړل شوی .

په دی مراسمو کی د سلاکار وزیر سربیره د ښځو چارو ریسه ، او نورو دولتی او نا دولتی کسانو برخه اخیستی وه .