کور / راپور / روزګان: ډېر دولتي پستونه خالي دي

روزګان: ډېر دولتي پستونه خالي دي

د روزګان خلك وايي چي په دغه ولايت كي ډير پوسټونه خو يا خالي او يا هم داسي څوك پر ناست دي چي وړتيا يې نه لري.
د روزگان ولايت ځايې اوسېدونكې او خپله چارواكې وايې چې په دغه ولايت كې داسي مامورين پردولتي چوكيوګمارل شوي چې دكاروړتيانلري .
په دغه ولايت كې زيات سيمه ييزاوسېدونكې پردولت له دې كبله نيوكه كوي چې ددوى ستونزوته يې پاملرنه نه ده كړې .
دوى ددولت اوملت ترمنځ د فاصلي اصلي ټكى هم دابولي چې دولتي ادارې په دغه ولايت كې اولس ته دخدماتوپه عرضه كولوكې پاتې راغلي.
د روزگان ځايې اوسېدونكې پرمركزي دولت باندې نيوكه كوي چې د دوى ولايت ته يې د تيرو څو كلونوپه ترڅ كې پاملرنه نه ده كړې .
د پياوړي ښوونې او د روغتيا په ګډون دوى په خپل ولايت كې د بيا رغونې بهيرپه نشتون بولي. بې روزګاري بله هغه ستره ستونزه ده چې ځايې خلګ په تكرار ترې يادونه كوي .
ددې ټولوستونزود پړې ګوته ځايې خلګ هغومامورينو ته هم نيسي چې په دغه ولايت كي له وړتيا پرته پر دندوګمارل شوي .
د اداري اصلاحاتوخپلواك كميسيون وايې چې نږدې ۶۰ په سلوكې دولتي بستونه له مامورينوتش دي .
ددغه ولايت دكاراوټولنيزوچارو ريس حاجي عبدالقدوس دبلگي په توګه داروزگان له ښاروالي څخه يادونه كوي.
نوموړى زياته وي چې دتخنيكي اومسلكي مامورينودنشتون له كبله تراوسه دولايت دمركزماسټرپلان ندى موجود.
دروزگان دولايتي شورامخكنى رئيس وړانديزكوي چې په دغه ولايت كې دستونزودحل يوازنۍ حل لاره په دې كې ده چې دولت دمسلكي مامورينوپه ټاكنه كې ورسره مرسته وكړي.