د كندهار چارواكي وايي هڅه كوي چي کعبې شريفي ته تلونكي كسان له ستونزو وساتي.
په كندهاركې دحج اواوقافورياست وايې چې سږكال يې وزارت هڅه كوي چې د حج مبارك پروسه په شفاف اوښه ډول ترسره كړي .
په تيروكلونوكې افغان حاجيانوله ګڼوستونزوڅخه يادونه كول. دقرعه كشۍ له مرحلې څخه نيولې بياپه بيت الله شريفه كې د ښوونكواواستوګن ځايونو په ګډون له گڼو نوروستونزو څخه يې شكايت كاوه.
ټاكل شوې ده چې درواني زمري مياشتې پر۱۱ نېټه په كندهاركې بيت الله شريفي ته د تلونكوحجاجو دقرعه كشۍ پروسه ترسره شي .
له تيروڅواونيوراهيسې په كندهاراو درست هيواد كې بيت الله شريفي ته د تلونكو حجاجو د ثبت نام لمړي مراحل پيل شوي دي.
په دغه مرحله كې لومړى حجاج په يوه خصوصي بانك کې د تګ پيسې جمع كوي او بياوروسته د حج او اوقافو د رياست له لوري د قرعه كشۍ مرحله ترسره كېږي.
ټاكل شوې چې سږكال به د درست هيواد په كچه ۳۰ زره افغاني حجاج بيت الله شريفي ته د تګ اجازه ترلاسه كړي .
په كندهاركې د حج اواوقافورياست وايې چې سږكال دوى زيارباسي چې د حج پروسه په شفاف ډول ترسره كړي .
په كندهاركې به بيت الله شريفي ته د تګ لپاره د قرعه كشۍ مرحله دزمري دمياشتې پر۱۱ نېته ترسره شي.
د كندهار د حج اواوقافوريس حاجي محمدحسن تيموري وايې چې ددغې پروسې دښه تره كېدولپاره دمحكمې ،څارنوالى اوملي امنيت استازي هم حضورولري.
خو داځل دكندهاردحج اواوقافورئيس ډاډوركوي چې وزارت يې پدې برخه كې خاصه پاملرنه لري .
تېركال دحج دپروسې په بهيركې دپراخودرغليوپه تور دوخت دحج اواوقافوسرپرست وزيرصديق چكري اوددغه وزارت يوشمېرنورلوړپوړي مامورين اوس هم ترعدلي تعقيب لاندي دي .