د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه کي ولسمشر حامد کرزي د پاکستانۍ مسافر وړونکي الوتکي پر رالوېدو او پکښي د سپرو مسافرو پر وژنه خواښيني څرګنده کړې او پاکستان هيواد او د قربانيانو کورنيو سره يې د افغانستان د خلکو په استازيتوب ژوره خواښيني او هغوي ته د ډاډګېرني مراتب وړاندي کړي .