کور / تازه خبرونه / هلمند: ايمرجنسي روغتون بيرته پرانيستل سو

هلمند: ايمرجنسي روغتون بيرته پرانيستل سو

دهلمند په مرکز لښکرګاه ښار کي د اېټالويانو له خوا جوړ شوى ايمريجنسي روغتون تر څلور مياشتو تړل کيدو وروسته يو ځل بياپه فعالت پيل کوي.
څلور مياشتي وړاندي د ايمريجنسي روغتون چې داېټاليا دهيواد لخوا يې مالي لګښت ورکول کيدى، د هلمند د والي په امر وتړل سو، چې د دې روغتون درئيس په ګډون درې ايټالوي او شپږ افغان کارکونکي يې ونيول سول.
دهلمند والي هغه وخت ويلي وه چې دروغتون ايټالوي مسولينو يوازي دطالبانو د ټپيانو درملنه کوله او په يو شمير امينتي پيښوکي يې ښکاره لاس هم در لودى. نوموړي د روغتون اېټالوي او افغان کارکوونکي پر ده په پلان سوې وژونکې حمله باندي هم تورن کړل.