په کندهار ښار کي دوه تنه پوليس د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل سول . نوموړي پوليس تېره شپه دکابل پر دوه لاره سيمه کي د شپې پر نهو بجو د دوو پر موټر سيکل سپورو کسانو له لوري په ډزو ووژل سول . د کندهار د ميروېس روغتون يوه ډاکټر چي د نوم د څرګندولو څخه ډډه کوله وويل چي د يادي پېښي څخه دوى ته يو ژوبل پوليس ور وړل سوى ؤ چي وروسته يې په روغتون کي ساه ورکړه .
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چي په کندهار ښار کي يې په بېلابيلو چاودنو او چريکي عملياتو کي ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې .