کور / تازه خبرونه / زابل په دوو پيښو کي څلور کسه وژل شوي او پنځه ټپيان دي

زابل په دوو پيښو کي څلور کسه وژل شوي او پنځه ټپيان دي

په زابل ولايت کي د دوو مختلفو پېښو له امله څلور کسه مړه شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
لومړۍ پېښه تېرماښام د زابل د والي پركور د دوو راکټونو د توغولو له امله رامنځته شوې چې د ولسي وګړو پر كورنو ولګېدې او د زابل د امنيې قوماندانۍ د سرپرست سمونوال غلام جيلاني فراهي په وينا له كبله يې په يوه کورکي يوه ماشومه نجلۍ وژل شوي اودوه نورماشومان ټپيان دي. نوموړى زياتوي چي د ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړدى.
بله پېښه د زابل په شينکۍ ولسوالي د لواړګي په سيمه کي د سه شنبې په ورځ د کوچيانو پر يوه ډلييزه کډه چي پياده روان وه، د سړک غاړي د ماين چاودنه شوې . ولسوال وايي په چاودنه کي درې کوچۍ ميرمني وژل شوي او دوې نوري ټپي شوي دي .
نوموړى زياتوي چي ټپياني بهرنيوځواکونو د تداوي په موخه په چورلکه کي مرکز كلات ته انتقال کړي دي .
نوموړي وويل چي دغه ماين ددولت وسله والومخالفينو دولتي سرتيروته ځاى پرځاى کړى و، چي په پايله کي يې يادکسان قربانيان شول .
که څه هم چارواکي ددغه چاودني مسؤليت پروسله والوطالبانووراچوي، خوخپله طالبانو تر دې مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .