کور / تازه خبرونه / کاپيسا: سېلابونو ٣٠ کسان وژلي او ٢٠ کسان ژوبل کړي دي

کاپيسا: سېلابونو ٣٠ کسان وژلي او ٢٠ کسان ژوبل کړي دي

په کاپيسا ولايت کي د بارانونو او سېلاب له امله شاوخوا دېرش کسان وژل سوي او ګڼ کسان ټپيان سوي دي.
د کاپيسا چارواکي وايي د سېلابونو له امله په زرګونو کسانو ته تاوانونه اوښتي دي، کورونه نړېدلي دي، لاري بندي دي او کښتونو سېلابونو تاوانونه اړولي دي.
د کاپيسا ولايتي چارواکي وايي سيمي ته يې د ژغورني ټيمونه لېږي خو د مرکزي دولت مرستو اړتيا لري.
چارواکي وايي سېلابونو ٣٠ تنه وژلي او شاوخوا ٢٠ نور يې ټپيان کړي دي.