د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په افغانستان کي د خپل هيواد لاسوهنه رد کړه . نوموړى دا خبري په داسي حال کي کوي چي په ويکيليکس په يوه خپاره سوي راپور کي راغلي چي ايران د طالبانو اوو تنو قوماندانو ته بلنه ورکړې او د هغوى سره يې د هر ډول مرستي ټټر ټکولى . خو نوموړى د امريکا د سي بي ايس ټلوېزون سره په يوه مرکه کي د دې سندونو په اړه څه و نه ويل مګر د افغانستان په کورنيو چارو کي يې د ايران لاسوهنه رد او زياته يې کړه چي دوى د افغان ملت او په افغانستان کي د امنيت ملګري دي نه د کومي ډلي .