کور / راپور / روزګان : د يوه ملکي هوايي ډګر د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

روزګان : د يوه ملکي هوايي ډګر د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

په روزګان ولايت کي يو ملکي هوايي ډګر جوړېږي . نوموړى هوايي ډګر چي د اوولس مليونه اېرو لګښت به پر راسي په ترينکوټ کي يې د بنسټ ډبره کښېښودل سوه . نوموړى هوايي ډګر د ترينکوت و سهېل اړخ ته د نظامي اډې تر څنګ جوړيږي . د دې ډګر دبنسټ د ډبري اېښودلو په اړه جوړه سوي غونډه کي د روزګان ولايت سرپرست والي حاجي خداى رحيم خان . د دې ولايت د هالنډي بيارغوني ټيم قوماندان جيمز مول . د اسټراليايي ځواکونو استازي او نورو چارواکو ګډون کړى وو . په غونډه کي د روزګان سرپرست والي وويل چي ياد هوايي ډګر چي اوولس مليونه اېرو لګښت به يې په رغونه کي وسي د هالنډد بيا رغوني د ټيم له لوري ورکول کيږي . او د دې ولايت د هالنډ د بيارغوني ټيم قوماندان د دې ډګر په اړه وويل چي د دې ډګر څخه به د نړۍ هر ځاى ته سفر کيږي او د روزګان ولايت عام وګړي به په اساني سره کولاى سي چي د دې ډګر څخه نورو ولاياتو او هيوادونو ته سفرونه وکړي .