کور / تازه خبرونه / د يوه وکيل د ساتونکو په ډزو کي ٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د يوه وکيل د ساتونکو په ډزو کي ٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل امنيتي چارواکي وايي چي د ملا طره خېل په نوم د پارلمان د وکيل څلور ساتونکي و نيول سول . نوموړو ساتونکو تېره شپه ماښام په ميوند واټ کي په يوه نښته کي اووه تنه ژوبل کړل . د کابل د امنيې قوماندانۍ د کشف رئېس عبدالغفار سيد زاده وايي چي د لارويانو او د وکيل د ساتونکو تر منځ نښته وسوه چي د پارلمان د وکيل ساتونکو په دې نښته کي د وسلې څخه کار واخيست او اوو تنه يې ژوبل کړل چي د ژوبلو کسانو څخه دوو تنو نن په روغتون کي ساه ورکړل . بل لور ته ملا طره خيل وايي چي د پيښي پر مهال دوى په يوه خبري غونډه کي ول او په وينا يې دا د خپل ځان پر ضد يوه سياسي دسيسه وبلله . او وايي چي دا يوه ترافيکي پېښه وه .