د رزوگان ولايت ځايې اوسېدونكې دبې روزګارۍ څخه سرټكوي اوله دولت څخه غوښتنه كوي، چې دبې روزګارۍ په له منځه وړلوكې بنسټېزكاروكړي.
پرهمدې حال د دې ولايت دولايتي شورايوه غړې بياغوښتنه لري چې دولت دي دنارينه وو په ګډون دمېرمنولپاره هم دكارزمېنه برابره كړي.
د مركزي ولايت روزگان ځايې اوسېدونكې وايې چې له ګڼواقتصادي ستونزو سره لاس اوګريوان دي.
دوى وايې چې په دغه ولايت كې دبې روزگارۍ كچه لوړه شوې اوزيات ځوانان بې روزګاره ګرځي .
كه څه هم دبې روزګارۍ ستونزه ددرست هيوادپه كچه ده، خو د نوموړي ولايت بې روزګاره كسان وايې چې دوى يې ترنورو زيات قربانيان دي.
د دې ولايت له نارينه وو سره سره مېرمني هم دكارغوښتنه كوي، د روزگان دولايتي شوراغړې مېرمن سارا كوچۍ وايې چې په دغه ولايت كې زيات شمېر داسي مېرمني سته چې دكورنۍ غړي يې له لاسه وركړ ي دي. دازياتوي چې دغه ډول مېرمني اړي دي چې دكورنۍ لګښتونه په خپله پوره كړي.
د ولايتي شورا وكيله آغلې كوچۍ وايي دبې روزګارى د له منځه وړلولپاره دي دولت فابريكې او د حرفوي زده كړومركزونه جوړ کړي.
د روزگان ولايت د كاراوټولنيزو چارو رياست هم مني چې د ولايت زياته برخه وګړي يې بې روزګاره دي .