کور / تازه خبرونه / ميدان ښار : د يوې شخصي کمپنۍ دوه امنيتي ساتونکي ووژل سول

ميدان ښار : د يوې شخصي کمپنۍ دوه امنيتي ساتونکي ووژل سول

په ميدان ښار کي د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ دوه تنه ساتونکي ووژل سول . نوموړي ساتونکي د ميدان ښار اړوند د نرخ ولسوالۍ د سړک جوړه وني د يوه شخصي شرکت غړي ول . د دې ولايت د والي وياند شاهد الله شاهد ياده پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړي کسان د ميدان ښار اړوند د ده افغانانو په سيمه کي د مخالفينو له لوري هغه وخت په ډزو ووژل سول چي د ډوډۍ په خوړلو بوخت ول . نوموړى همدا ډول وايي چي د دې پيښي سره د تړاو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيولي او په اړه يې پلټني رواني دي .
د يادوني وړ ده چي د اسلامي حزب وياند د نوموړي پيښي مسئوليت پر خپله غاړه اخستۍ او وايي چي په ياده پېښه کي يې پنځه تنه وژلي .