داوبودغه پروژه د تڼيوولسوالۍدحصارک له غره څخه دپايپونوپه راغزولوسره بشپړه اوګټې اخستنې ته چمتوشوه .
داپروژه دوه لويې ذخېرې لري چې د(۱۹۹۵۱۴۷۹۱) افغانيوپه لګښت جوړې شوې اوڅه دپاسه پنځلس سوه كورنۍ به ترې ګټه پورته كوي .
دتڼيوولسوال بدع زمان صبري وويل چې دا شبكه ۸۴۴۷۶۷ لېتره اوبه لري اوكولى شي ددې سيمې خلكوته اوبه ورسوي .
دنوموړي سيمې خلك لدې مخكې دڅښاك اوبوله زياتوستونزوسره مخ وو،خوهيله كيږي چې ددې پروژې په جوړېدوسره به ددوهغه ستونزې اوارې شي چې دڅښاك داوبودكمښت له امله ورسره لاس اوګريوان وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه