احمدشاه ابدالي جرګه
د افغان ملت، د اتحاد، ازادۍ او سوکالۍ ملي سمبول
احمدشاه ابدالي بابا
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا
“احمدشاه ابدالي هېڅکله هم د افغانانو ژوند-لاره، پښتونولي، نه هېروله. هېڅکله يې پر خپلو دودونو د تېري تکل نه و کړى. احمدشاه ابدالي د پښتنو له نظره د هغه ايډيال تمثال و چې يو پښتون بايد جنګيالى، د ايمان خاوند، سخاوتمن او پياوړى وي…”
د انګريزانو په تاريخ كې ١٧٦١ ميلادي كال “خورا غوره كال” بلل شوى دى. په همدې كال وو چې د تاريخي معاصر افغانستان بانى، احمدشاه ابدالي، د ډيلي شمال په دېرش ميله واټن د پانيپت په ډګر كې د راجپوتو او مرهټه “عظيم ځواك” مات كړ. د مرهټه فدراسيون چې د هند په نيمه وچه كې خورا لوى ځواك و، وځپل شو. پدې موكه په هندكې د مغُلو د يوسل اتيا كلنې امپراتوري موثر ځواك هم كاواكه و. د اتلسمې پيړۍ له پيل سره د مغُلو امپراتوري، چې په ١٥٢٦ كې د بابر قدرت ته په رسيدلو پيل او په ١٧٠٧ كې د اورنګزيب له مړينې سره له پښو ولويده، په دوه برخو ويشل شوې وه. د هغې پياوړې برخه، “نظام حيدراّباد”، پر مركزي هند نيمه-حكومت كاوه. په ١٧٣٨كال د پارس لښكرو په شمالي هند باندې د يرغل په پايله كې د ډهلي ښار ويجاړ او د مغلو “تخت طاوس” يې له ځان سره تهران ته يووړ.
په سيمه كې له افغانستان پرته پر مسلمانانو د ظلم د مخنيوي لپاره بل قدرت پاتې نه و. هندي مسلمانو شهزادګانو او هندي راجګانو پرې د مرهته و او راجپوټو له استبداد څخه د ځان ژغورلو لپاره احمدشاه ابدالي ته د مرستې د اميد سترګې ور اړولې.
په ١٧٦٥ ع كال مغُل امپراتور د بنګال پرنګي ګورنر جنرال، رابرت كلايو، ته په بنګال كې د ماليې د ټولولو واك وركړ او پدې توګه د “ختيځ هندشركت”، چې لا تر همدې نيټې پورې يواځې يو “پساري” کمپنۍ وه، د “هندوستان د سياست برخه وګرځيد”، او پر ګرد هند د ولكې موندلو په لټه كې شو. نو لدې كبله و چې د ختيځ هند شركت احمدشاه درانى، چې يواځنى سيمييز ځواک و چې د هند مسلمانان پرې ډاډه او د مرستې غوښتلو لاسونه يې ورغزول، د خپلو نيتونو او پروګرام په مقابل كې خنډ باله. پرنګيانو په سيمه كې ديوه پياوړي افغانستان شتو ته په تشويش سره كتل. برتانيا پدې پوهيدله چې كه ډيلى د افغانانو په ولكه كې پاتې شو، نو پر ټول هند د برتانيا د حاكميت شونتيا به خورا كوچنۍ وه.
اندري سنګر د خپل كتاب، “د خيبرڅښتنان”، په ٣٩ مخ كي ليكي چې ابدالى احمدشاه: ” پارسيانو، هنديانو او برتانوي کالوني جوړوونكو ته ښودلې وه چې پښتانه داسې يو ملت دى چې پکې دوى ته د ګواښ شونتيا “پوتانشيل” شته، بايد ورڅخه وويريږي او مخنيوى يې وكړي.”
د شپږويشت كلني سلطنت په بهيركې، احمدشاه ابدالي، له هغه نه وروسته چې د اموسين، سيستان او اباسين ترمنځ يې د افغانستان طبعي ملي سرحدونه ټينګ كړل، په هند او پارس باندې يې نهه ځله يرغلونه وكړه. د هر يوه بري په نتيجه كې يې فتح كړې سيمې، د حايلي [Buffer States] دولتونو په توګه، بيرته اكثراً ماتو شويو شهزادګانو او حكمرانانو ته پريښودلې او پخپله به وطن ته راوګرځيد. پنجاب يې تر نورو ټولو “تابعدار”، رنجيت سنګه، ته ورکړ؛ له امو نه ها خوا يې بُخارا ساتله. او په لوېديځ کې يې د خراسان پر پلازمېنه، مشهد، يې د نادر افشار لمسى، شاهرخ کېنولى و. د شاهرخ په شاهي مهر کې دا لاندې بيت حک [کيند] شوى و:
يافت از الطاف احمد پادشاه
شاهرخ بر تخت شاهى تکيه گاه!
د افغانستان د معاصر تاريخ ځنې څيړونكي دا خبره، چې احمدشاه دراني په ګټلي هند كې د افغان واکمنۍ ستنې نه وې ټينګې كړې، د نوموړي “ستره سياسي غلطي” بولي. د افغان دراني ځواك له خوا په پاني پت كې د مرهټه و د پياوړو لښكرو د ماتې په اړه يو انګريز تاريخپوه، براين لاپينګ په خپل كتاب، “دامپراتوري پاى”، كې ليكي چې: “.. افغانانو په ١٧٦٠ كال د پاني پت په جګړه كې د هند ټول پوځي ځواك، چې راټولولى يې شو، مات كړ. افغانان هم له هند څخه ووتل او په دې توګه په شمالي هند كې د قدرت خلا منځ ته راغله چې د راتلونكو څلويښتو كلونو د پاره هيڅوك د هغې په ډكولو ونه توانيدل..”
نو ايا ولې احمدشاه درانى چې د ده د فهم او كفايت په نتيجه كې د افغانستان قبايلي سيستم د لومړي ځل لپاره په يوه پياوړي ملي بنسټ بدل شوى و، داسې سياسي غلطي كړې وه؟ ددې پوښتنې په ځواب كې دا خبره د يادولو وړ ده چي، كه څه هم له ښکيلاکي منطق سره پورتنى اعتراض پرځاى څرګنديږي، مګر احمدشاه ابدالى د امپراتوري د جوړولو خوبونه په سر كې نه روزل. په واقعي توګه د اسلام، مسلمانانو او بشريت په خدمت كې ولاړ او هر ځل په هند کې د مسلمانانو له خوا بلنه ورکول کېده چې پرې د پياوړي غليم د استبداد پر وړاندې د هغوى مرستې ته ورشي. احمدشاه ابدالي خورا مومن او متواضع انسان و، د ښکلې پښتونخوا د غرونو په مينه يې د ډيلي تخت هېراوه، او ورته “.. پښتون پاتې كيدل تر دې چې د يوه فاسد پادشاه په توګه فاسد جلال ته مخه كړي، زيات د اهميت وړ وو. د ده د ملت، افغانانو، په نظر داسې فاسد جاه او جلال له پارسيانو او مغلو سره ښه زيبيده.” د ابدالي بابا يوه خورا نامتو مقوله چې “په نړۍ كې هيڅ سيمه هم د هغې ځمكې ځاى نشي نيولى چې انسان پكې خاپوړې كړې وي”، د ده په هكله دا اثباتوي چې لومړى افغان و، او بيا وروسته امپراتوري جوړوونكى…” په پښتو ژبه يې شعر ليكه، او اشعار يې ټول حماسي، د وطن په مينه او افغان ملت ته د ويښتيا او يو كيدو په پيغامونو رنګين وو:
ځان به ويښ كړو هرې خوا ته هرې خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني وايي خپل يو، غليمان دي
په هند كې د ده چالچلن په دې نيمه وچه كې مسلمانانو ته د ښيګړو رسولو په غرض ولاړ و، او بيله استثنا په ټولو مواقعو كې په هند باندې د ده يرغلونه د مسلمانانو پرضد د تيريو په ځواب كې وو. هرځل به چې ظاهراً داسې تيري سر ته ورسيدل، نو احمدشاه دراني به هم خپله دنده سرته رسيدلې وبلله او لدې كبله يې د افغانستان د امپراتورى د جوړولو هڅه نه كوله.
احمدشاه ابدالى خپل ټول ژوند د خپل ولس خدمت ته وقف كړى و او پدې ليار كې بريالى و. غلام محمد غبار د “افغانستان در مسير تاريخ” په ٣٥٧ مخ كې ليكي چې د افغان ملت احمدشاه ته د ده د خدمتونو او شخصي تقوى له كبله بابا او غازي وايه. ځكه چې احمدشاه يواځنى پاچا و چې تاج يې په سر نه ايښود، پګړۍ يې تړله، چپن او موزې يې پښو كولې او د تخت پرځاى پر ځمكه كيناست … د خلكو د قضاياو په حل او فصل كې يې له انصاف څخه كار اخست او له هغو قوانينو څخه چې پخپله يې وضع كول جداً پيروي كوله. حريص نه و او د خپل سلطنت په اوږدو كې يې له تجمل او عياشي څخه كار وانخست. په هيڅ جګړه كې يې له دښمن څخه تيښته نه وه كړې، او د خپل ملت سره يې په تواضع او نرمي چالچلن كاوه. په مجازاتو كې يې د انسان د غړو پريكول او په تشريفاتو كې يې خشوع او ټيټيدل تحريم كړي وو. د سلطنت په چارو كې يې د خپلې كورنۍ غړي له لاسوهنې او ونډې اخستلو څخه منع كړي وو او يواځې يو زوى، تيمورشاه، يې د جهان خان پوپلزي تر لارښوونې لا ندې د حكومت او نظامي چارو د زده كولو د پاره روزه. د كندهار ښار يې اباد او د هيواد پايتخت و.
ډاکتر ګنداسنګه، چې د احمدشاه درانى د ژوند په اړه يې کتاب ليکلى او سرمحقق مرستيال نصرالله منګل سوبمن هغه ژباړلى، د دې کتاب په سريزه، ٣٠ مخ کې، ليکي چې “.. يوه سيک ته به ښايي دا عجيبه وبرېښي چې د يوه افغان اتل په باب په دومره درناوي څه وليکي. د تاريخ يو متوسط شاګرد، سيکان او افغانان يوازې د دښمنانو په حيث پېژني … څنګه چې د احمدشاه دراني د ژوند بيان پرته له دې چې د افغان سيمو د وحدت او استحکام لپاره د ده هڅې شرح کوي، په پنجاب کې د تفوق په غرض د افغانانو او سيکهانو مبارزې ښيي. نو د هغې له مخې يو سيک کولاى شي په اتلسمه پېړۍ کې د افغان “امپراتورۍ جوړوونکي” هيلې او صفات په خاصه او ځانګړې توګه درک او تقدير کړي…
پينځه ويشت کاله پخوا چې د شمالي هند د اتلسمې پېړۍ د تاريخ په پلټنه او څېړنه لګيا وم، احمدشاه د لومړي ځل لپاره د منځنۍ اسيا د يوې سترې تاريخي څېرې په توګه په ما اغيزه وکړه. زه د ده پرخلاف د تعصب له مخې رالوى شوى وم او ماته يواځې دا رازده شوي وو چې دى يو داړه مار او لوټمار مشر دى چې د ولجې لپاره په هند راښکته شو او په ټنونو هندي سره زر او په زرهاو هندي مريان يې افغانستان ته له ځان سره يوړل. خو هر څومره چې مې د ده په باب زياته مطالعه وکړه هغومره د هغه د سترتوب خصوصياتو[ځانګړنو] په ما ژوره اغېزه وکړه او زما ذهن ته يې پخپله نفوذ وموند.”
حتى د افغاني ناسيونالزم او افغانانو خورا بيباكه غليم، اولف كيرو (Olaf Caroe) هم هغه هيلې او احساس نشي پټولى چې احمدشاه ابدالى د افغانانو په زړونو او رګونو كې راپارول. د “پټهان” په نوم په خپل كتاب كې، كيرو ليكي چې د نوموړي “… د كورنۍ نوم لا اوس هم … د افغانانو د وفاداري احساسات راپاروي. د نوموړي د برياو يادونه زموږ د زمانې د لويديځ پاكستان د هيوادپالو په ذهنونو كې هم احساسات ژوندي ساتلي دي. احمدشاه د طبعي نبوغ څښتن و … که څه هم هغه يو نظامي سړى و، مګر نرم زړه- سواند خوى يې درلود او تر كومه پورې چې شونې وه، پر جنګ يې روغې جوړې ته يې ترجيح وركوله …”
د علامه اقبال په وينا:
از دل و دست ګهر ريزى كه داشت
سلطنت ها برد و بى پروا ګذاشت
“احمدشاه ابدالي هېڅکله هم د افغانانو ژوند ليار، پښتونولي، نه هېروله. هېڅکله يې پر خپلو دودونو د تېري تکل نه و کړى. احمدشاه ابدالي د پښتنو له نظره د هغه ايډيال تمثال و چې يو پښتون بايد جنګيالى، د ايمان خاوند، سخاوتمن او پياوړى وي. د ده د زمانې د يوه څېړن له قوله، احمدشاه بابا لوړ، غوښن او پياوړى و. مخ يې په ځانګړې توګه پراخ، ږيره يې توره او بڼۀ يې سپينه ده. په ټوليزه توګه، څېره يې شاهانه، نامعمول وياړ او عزم استازولي کوي.”
“ملي تاريخ، ملي دودونه، ملي نواميس، عقايد او سمبولونه د ملتونو د جوړښت، ثبات، پرمختګ او پايښت بنسټونه جوړوي. همدا ځانګړنې د ملتونو د ژوند او مرګ ترمنځ بېلوونکې کرښې دي. يو ولس هغه وخت له تباهۍ سره مخامخ کېږي چې د ژوند دا هډانې يې ترې وتروړل شي.”
يا ربه توفيق