لکه څنګه چې هیوادوال خبردي په افغانستان کې دصلیبي یرغلګرونوی قوماندان جنرال پیټریوس دسپیني ماڼۍ اوپنټاګون په دستور غواړي چې په افغانستان کې دعامه نظم په نامه بدنامه ملیشې زیاتې اودمجاهدینوپه ضدیې وجنګوي .
دقومي ملیشوجوړول اوپراخول اوبیاپه هغوئ دخپل مزدور پوځي رژیم څخه دفاع دښکېلاک هغه بدنامه اوناکامه پلان دی چې دکمونستانودګوډاګي نجیب په واکمنۍ کې یې په عملي توګه خلګوترخې اوناوړه پایلې لیدلې،هغوئ نه یوازي داچې په هیواد کې چورچپاول ،قتل ،وحشت اودقومي تعصب اوریې بل کړ،بلکې خپله دهمدې رژیم دشړیدو یولامل هم وګرځیدې .
داچې اوس نوی ښکېلاک (امریکا)دزاړه (شوروي اتحاد) په پیروي هغه بدنامه اوناکامه حربه اوتجربه تکراروي اوپرافغان مظلوم ملت دنوي یمې لسیزې ناخوالې اوشخړې یوواربیاتپي اوپه پایله کې یې دګران هیواد(افغانستان ) تجزیې ته لاره هواره وي . په اړه یې دافغانستان اسلامي امارت خپل اسلامي اوملی دریځ په لاندي ډول اعلانوي .
۱ – افغان قهرمان ولس چې دتاریخ په بیلابیلوپړاونوکې یې دنیواکګروهوسونه خاورې کړې دي اوخپل هویت اواستقلال یې په ډیره ښه توګه ساتلی دی اوس هم باید بیدار وي چی دښمن دماتې او شرمیدو په حالت کې دی ،نوپه یونه یوډول غواړي چې دافغانستان شغال ته په داسي ډول دوام ورکړی چې خپل ځان دجګړي له میدانه وباسي اوافغانان دقومي مليشوپه نوم په قومي ،ژبني اوسمتي خپل منځي جګړوکې راښکېل کړي .نولهذاولس دي دښکېلاک سره په داډول کرغیړنو پروګرامونوکې دهرډول ګډونکونکوپه کلکه مخه ونیسي !
۲ـ دیرغلګروامریکایانو له لوري دملیشه سازي بدنامه پروسه په غیرمستقیمه توګه دیوموټي افغانستان دتجزیې یوه بد انجامه هڅه ده ،لهذاټول افغان ولس باید دخپل اسلامي اوملي وحدت دپرځای ساتلولپاره دهغې په مخنیوي اوناکامولوکې خپل ملي او وطني مسؤلیت ترسره کړي.
۳ – په هر ه سیمه کې دي علما کرام او قومي متنفذین کوشش وکړي اوعام ولس دي داشغالګردښمن په دغه دښمنانه پلان وپوهوي ،ددنیا اواخرت تاوانونه دي ورته بیان کړي تر څوداستعمارپه دغه شوم دام کې راګیرنسي .
۴ – داسلامي امارت ټول مجاهدین دي په خپل ټول توان سره کوښښ وکړي چې ددښمن دغه وروستۍ دسیسه هم خنثی کړي ،دولس په مرسته دي قوي تدابیر ورته وسنجوي اوددې تخریبي پروګرام لپاره کارکونکې اوګډون کونکي کسان دي په ټینګه تعقیب او مجازات کړي .
۵- دافغانستان اسلامي امارت باورلري چې د پیټریوس دا پروسه مخکي له مخکي نه ځکه ناکامه ده چي یوخویي زموږمؤمن ولس ، اوسنی پرمخ تللي جنګي تکتیکونه او استشهادي بریدونه په کلکه مخه نیسي اوله بلي خواتر پیټریوس مخکې مک کرسټل هم په ځینوسیمولکه : میدان وردګ ،خوست،کندز اویوشمیرنوروولایتونوکې هغه په کار واچوله ،خومجاهدینو دولس په ملاتړپه پشپړتوګه له ناکامۍ سره مخ او آن تردې چې په ځینوسیموکې يې له هغوئ نه دیرغلګروپه خلاف كارواخيست اودښمن ته یې پري مرګوني ګذارونه ورکړل ، داچې اوس دښمن دپخواپه نسبت په ډیرماتي خوړلي اوکمزوري حالت کې قرارلري نو دملیشه سازۍ دغه پروسه به یې هم دنورو تجربه شویوتکتیکونو په څیر کومه ګټه ورته ونکړي اودلوي خدای جل جلاله په نصرت به له ناکامي اوماتې سره مخامخ شي . ان شاءالله.
14/8/1431 هـ – 26/7/2010 م
دافغانستان اسلامي امارت