کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۲) ګارډين

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۲) ګارډين

د ۲۰۱۰ م کال د جولای۲۶ مه



ګارډين  (Guardian) ته په انګليسي ژبه   ساتونکئ،محافظ، سرپرست، نګابان يا متولي وايي .  په دغه نامه ورځپاڼه نن د انګلستان د دريو مهمو او بارسوخه ورځپاڼو څخه يوه ده چي په عين وخت کي هم په لندن او هم په مانچسټر کي خپريږي .


د ګارډين ورځپاڼي ته  په  انګلستان کي د يوې ملي ، باکيفيته او د مطالبو د لحاظه   د يوې  معتبري او لوړي ورځپاڼي په سترګه کتل کيږي  . دغه ورځپاڼه  د لومړي ځل د پاره  په کال ۱۸۲۱ کي دانګلستان  په مانچسټر کي  د يوې  اوونيزي  په شکل د « مانچسټر ګارډين» په نامه  (The Manchester Guardian) په  خپرونو پيل و کړ .سي پي سکاټ(C.P. Scott) يو وتلی شخص وو چي  د ۱۸۷۲ څخه تر زياتو کلو پوري  ددې ورځپاڼي د يوه  مشهور  مسؤل مدير  په حيث و  ګارډين ته  په ټوله برتانيا کي   زيات شهرت ورکړ . سکاټ بيا دغه ورځپاڼه په کال  ۱۹۰۷ کي رانيوله او د ۱۹۳۹ څخه وروسته   يې د ګارډين مالکيت    د  سکاټ ټرسټ و سرپرستۍ ته و سپاره؛ ويل کيږي چي دغه کار د ورځپاڼي د کړنلاري او استقلاليت  سره  زیاته مرسته وکړه . دم درحاله د ګارډين د ورځپاڼي ملکيت د يوې خيريه مؤسسې  په لاس کي  دئ چي د ګارډين د رسنيو د ډلي   (Guardian Media Group) په نامه ياد يږي .


دغه محلي خپرونه  چي  د  خبرو  و تنوع  او د خپلو مخاطبانو ورضایت  ته يې ځانګړې پاملرنه درلود ل  ،د بېلابېلو  موادو په خپرېدو او هغو ته د انعکاس د زمينې په  برابرولو سره  ،  ډېر ژر يې و کولای سوه چي په هغه وخت کي  د خلکو په مينځ کي  لاره خلاصه او په تدريج سره  ځان   د انګلستان و ټولو برخو ته  وغزوي . په کال  ۱۹۵۵ کي   ګارډين دومره  مخاطبان پر ځان  را ټول کړي وه چي د هغوی په اتکاء  سره يې د خپلي خپروني طريقه بدله ، او ځان يې  د ورځپاڼي په شکل  راواړاوه .


دګارډين ورځپاڼي د خپل تأسیس د سل کلنۍ په مراسمو کي  د ورځپاڼي څخه د «مانچسټر» نوم ايسته او ورځپاڼي ته   چي ددې پسته  يې سراسري  بڼه  نيولې وه  يوازي، د ګارډين  نوم «The Guardian» غوره وګاڼه او په همدغه نامه  پاتې سوه .
 
د ګارډين ورځپاڼه خپل  ځان د يوې ليبراله او روښانفکره ورځپاڼي په نامه  معرفي کوي ؛ او په سياسي  عرصه کي زياتره و کيڼ اړخي ته د يوې متمايلي ورځپاڼي په حيث شهرت لري . دغه ورځپاڼه د خپل    اصلي معياروڅخه چي  دځان  ارزښتونه يې  ګڼي،  و قاطعيت او  زړه ورتيا ته زيات ارجحيت ورکوي ، په همدې خاطر ده  چي ور ځپاڼي  په زياتو حالاتو کي د برتانيا پخواني صدر اعظمانو ټوني بلير او ګورډن براون د سياستو څخه په کلکه انتقاد کړی او په دولتي چارواکو يې د هغوی  په کړوباندي  پُسخند وهلی دئ . د ګارډين ورځپاڼي   د افغانستان او عراق و جګړو ته د انګلستان  د را کښېوتو په وخت کي هم  د ټوني بليرپه  کارګري  دولت باندي  جدي او  بې پرې انتقادونه کړي دي او په دې کار کي يې ځان  د لومړنيو منتقيدينو په کتار کي را وستی  وو . د افغانستان او عراق د اشغال په لومړيو ورځو کي ګارډين د ښه خبري منبع په حيث نړۍ وال  شهرت  پيدا کړ .


ګارډين ورځپاڼه نن سبا د ورځي څه کم  نيم ميليون  تيراژ لري او ددوشنبې څخه بيا د شنبې تر ورځو پوري  په همدې نامه خپريږي . د يکشنبو په ورځو کي د ګارډين په عوض کي بيا ددې ورځپاڼي شريکه خپرونه  يعني  د آبزرور    (The Observer  ) او د ګارډين ويکلي  (The Guardian Weekly) ورځپاڼو په نامه خپروني کوي  .


ګارډين ورځپاڼه ن يوه ډېره مغزنه ويب پاڼه  هم لري چي  د  ګارډين ان لميټډ     Guardian Unlimited   په نامه ياديږي . دغه ويب پاڼه  په انټرنټ   آن لاین کي د خبر تر ټولو مشهوره  منبع ده  چي څلرويشت ساعته فعاله سايټ دئ  او د چاپي برخي نه علاحده خپل ځانته د تحریریه هيئت ډله او جلا مسؤل لري  . ددغه سايټ  څخه هره مياشت  تر اوو ميليونه کسانو پوري  ليدنه کوي چي د هغې جملې نه دوه ميليونه يې يوازي  د امريکا څخه دي .


د ګارډين ويکلي  يا اوونيزه خپرونه  هم عليحده اداره او ځانته  جلا کړنلاره لري  د خبر او ګزارش په وړاندي کولو  کي ددو معتبره نړۍ واله خپرونو یعني د فرانسې د لوموند او د امريکې د واشنګټن پوسټ سره  همکاري لري او دهغوی مهم ګزارشونه خپروي .  دګارډين ويکلي نن د بهترينه مجلو څخه ګڼل کيږي چي د ميليوني تيراژ په درلودلو سره  د نړۍ د روښانفکرانو او سياستپوهانو يوه لويه برخه په هغه کي يا ګډون لري او يايې لولي . ددې مجلې سياسي، نړۍ والي، د تحليل او تدقیق او د فيچر (Feature) برخي ډيري قوي او د پاملرني وړ مطالب لري  . همدارنګه دغه مجله د سیاست او اقتصاد په عرصو کي مغزن ګزارشونه خپروي .  ددې ورځپاڼي اقتصادي تحلیلونه اغلباً د وتلو تحليلو په کتار کي راځي . د مطالبو زياتوا لی، د متن خلاصه توب او د لويوتصاويرو او کارټونونو څخه کار اخيستنه ددې مجلې د ځانګړتياوو څخه  شمېرل کيږي .


د ګارډين  د ورځپاڼي انتقادي چلند او په عين وخت کي  دنړۍ په ورځني مسائلو باندي  پر خپل ناپېيلتوب او غير جانبدارانه کردار  باندي تاکيد، ددې باعث سوي دي چي  که څه هم برتانوي مخاطبان يې د لاسه ورکړي دي، خو د نړۍ په کچه يې نوي مخاطبان لاسته راوړي دي  . ددې ورځپاڼي د مطالبو  لوړ کيفيت،  د روانو او سلیسو لیکنو جاذبه او د «بې طرفۍ» د اصل مراعات دا هغه څه  وه چي د ګارډين د ورځپاڼي په دننه کي  ددې ورځپاڼي د لوستونکو رضایت  حاصل کړی وو .  د ګارډين د تحليل، د خاصو ګزارشو ستونونه او د ګارډين نور ضمايم ددې ورځپاڼي تر ټولو قوي برخي دي .


د برتانيا د ورځپاڼو يو تر ټولو د پاملرني وړ ټکئ د هغوی د قطع او صحافت  حالت دئ ، کله چي به د ایندیپنډنټ، ګارډین، فایننشيال ټایمز غوندي مشهوره او با کيفيته ورځپاڼي ديوه سره په لويو صفحوکي  چاپېدلې، نو را  وروسته د هغوی چلونکي متوجه سول چي د خپل لوړ کيفيت د درلودولو سره سره د هغو ورځپاڼو په مقابل کي چي په کوچنۍ قطع خپريږي دمالي وجهي له خاطره د شکست په حالت کي دي .  ځکه يې نو  د خپلو صفحو پر طرح او شکل باندي نوې کتنه وکړه . په دې مينځ کي ګارډين هم د خپل جالب ابتکار په وجه د خپلي پاڼي سايز  په ميانه قطعه باندي واړاوه، یعني نه د  پخواپه شاني خپل  لوی سایز يې وساته  او نه  هم د ميټرو غوندي کوچنی سايز يې خپل کړ . نن دغه ورځپاڼه په متوسطه قطعه او په څلورو رنګو د ورځي څه ناڅه  نيم ميليونه شمارې خپروي  .


ګارډین په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۶ کلو کي «د کال د ورځپاڼي»  جايزه ګټلې ده .



مأخذونه او منابع :


http://en.wikipedia.org/w/index.php?title=The_Guardian&oldid=197212616
http://en.wikipedia.org/wiki/The_Guardian
http://www.guardian.co.uk/
http://www.gmgplc.co.uk/


نوټ :



 


د کاپي کېدو جواز يې د ليکوال او منبع د نامه په  ښودلو سره مانع نلري .



 


ددې لړۍ خپرې سوي برخي :


۱ –سريزه 


۲- هندو


۳- فرانس پريس


۴- الاهرام


۵- رويټر


۶- اسوشيېټيډ پريس


۷- ايتارتاس


۸- يونايټيډ پريس انټرنيشنل


۹- بي بي سي


۱۰- شينهوا


۱۱- واشنگټن پوست


۱۲- نيويارک ټايمز


۱۳- وال سټريټ ژورنال


۱۴- سي اين اين


۱۵- شپيگل


۱۶- لومونډ


۱۷- الجزيره


۱۸- يوميوري شيمبون


۱۹- اساهي شيمبون


۲۰- فايننشييل ټايمز


۲۱ –  ټايمز آف اينډيا


۲۲ – ګارډين