کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ملالۍ شینوارې او تیر پارلمان

ملالۍ شینوارې او تیر پارلمان

پارلمان په هیواد کې یو له هغه درېګونو قوو نه یوه قوه ده چې دهیواد او ددولت دارۍ اساس تشکیلوی ، په کومو هیوادونو کې چې پارلمان قوی وی هغه هیواد دتل له پاره دبحرانونو ځنې محفوظ وی ځکه چې که یو لورې ته پارلمان دمقننه قوې دندې تر سره کوی نو بل لورې ته دحکومت دکارونو په اړه دپوښتنې حق هم لری او درېم اساسی کار یې دخلکو او دحکومت ترمنځ اړیکو ته لاره هواره ول او دهغوی په مناسب ځای کې نمایندګی هم کوی ، نو کله چې پارلمان خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړی او په ریښتینی مانا دخلکو نمایندګی وکړی نو ډیر مشکلاتو لره دهوارۍ لاره پیدا شی ، زما په خیال په اوس مهال کې په افغانستان کې زیات شمیر مشکلات په پارلمان پورې اړه لری ، خو داچې تیر پارلمان کې ډیر داسې کسان و چې هغوی په پوره مانا دپارلمان له دندې هم ناخبره وو ، تاسې به هم په تیرو پارلمانی ټاکنو کې داسې ډیر اعلانونه لوستی او اوریدلی وی ، ډیرو نوماندانو نه به مو اوریدلی وی چې زه تاسې ته جمات جوړوم ، تاسې ته به سرک قیر کوم ، هسپتال درته جوړوم او داسې نور هغه اعلانونه او وعدې چې وکیلانو دکمپاین پروخت خلکو سره کولی ، ددې خبرې ګواهی کوی چې هغوی دپارلمان له دندو ناخبروه و، نو همدا وجه وه چې ډیرو مشکلاتو لره یې دحل لاره پیدا نه شوه کړای ، هغه وعدې چې خلکو سره یې کړې وې ، هغه خو یې یا له وس نه وې پوره او یایې هم په اړه ځان خاموشه کړو چې اوس ترې خلک خفه دی ، ددې ترڅنګ دننه په پارلمان کې دنه تجربې له کبله پارلمان سره ددې چې زیاتره کاندیدان خپلواک و او دکومې ډلې سره یې تړاو نه درلود په ډلو او ګروپونو تقسیم شو چې زیاتره وخت به دوکیلانو ترمنځ مخالفت برای مخالفت کیدلو چې یوه بیلګه یې تاسې دولسمشر دنوی کابینې دمعرفی کولو پروخت دمعرفی شوی وزیرانو سره سلوک هم ګڼلی شۍ ، که څه هم دا دهغوی حق و چې چاته رایه ورکوی او چاته یې نه ورکوی خو ولې داسې ډیر وزیر ناکام شول چې هغوی نومول شوی وزارت لره وړ کسان وو، چې دایې هم دداخلی ګروپ بندۍ یوه ښکاره بیلګه وه ، لنډه داچې ډیر مشکلات دننه په تیر پارلمان کې موجود و ، خو ددې ترڅنګ ځنې داسې وکیلان هم په کې و چې که یو لورې هغوی دپارلمان په دنده پوهیدل ، بلکې تل یې هڅه کړې چې پارلمان په سمو لارو روان کړی ، هغه واکونه چې اساسی قانون یې پارلمان ته ورکوی له هغې نه ګټه پورته کړی ، او مهمو مسلو ته ددولت پام راوګرځوی ، دا هغه ډله وه دوکیلانو چې په لوړو تحصیلاتو پوره و زده کړې یې کړې وې او په دولتی چوکاټ پوهیدل ، چې په دې قطار کې یوه هم اغلې ملالۍ شنوارې وه ، ملالۍ شنوارې مخکې له دې چې پارلمان ته راشی نو دخپل ولس خدمت یې دژورنالیزم په ډګر کې کوو دخلکو په ستونزو به یې هغه وخت هم مسولین خبرول او دبې چاره خلکو غږ به یې پورته کو
په هغه وخت کې هم ملالۍ شنوارې دیوې تکړه ژورنالیستې په توګه پیژندګلو درلودله دهغې همدې خدمت دا ښاغلې ددې وړ کړې وه چې خلک پرې باور وکړی او دخپل وکلالت واږې ورسپاری ، خو اغلې ملالۍ شنوارې دهررنګه تعصب او قومیت پرستۍ نه پرته دملی مفادو دساتلو په موخه په جرات سره تر ننه مبارزه کوی ، مونږ دپاره ویاړ دی چې یوه پوښتنه چې خپل پښتنی او افغانی غرور یې هم تل ژوندی ساتلی وی او دغونډ افغانستان دخلکو په ستونزو یې پارلمان کې او له پارلمان نه بهر مبارزه کړې ده ، یانې مونږ ویلی شو چې ملالۍ شنوارې په تیر پارلمان کې هغه وکیله وه چې مونږ یې دحوالې په توګه خلکو ته یادولی شو ، ملالۍ شنواری نه خو دځینې وکیلانو په څیر پارلمان دخوب ځای ګڼلی دی او نه یې لکه دځینو ترې دمړزانو دجنګولو میدان جوړ کړی دی که په تیر پارلمان نظر اچوو نو په هغه څو وکیلانو کې چې خدمت یې هم کړی او دپارلمان تقدس یې هم ساتلی دی یوه هم ملالۍ شنوارې ده ،
خیر هغه دچا خبره تیر هیر اوس خو دنوی پارلمان دپاره په غونډ هیواد کې کمپاین شروع دی او بیلابیل کسان ،. نوې او زړې څهرې رامخ ته شوی دی په دیوالونو او سرکونو یې خپل انځورونه زړولی دی ، تاسې به بیا هم دډیرو نوماندانو له خولې نه داسې ژمنې واورۍ چې نه خو هغه ددوی دنده وی او نه یې هم کولی شی ، تاسې به پوهیږۍ چې پارلمان په یو هیواد کې له هرې بلې قوې نه ډیر حساس او اساسی ځای دی دملت او دهیواد دسرنوشت دټاکلو ځای ، تاسې فکر وکړۍ چې داسې مهم او حسا س ځای ته دهغه خلکو تګ څومره نقصان ده دی چې په خپلو عکسونو یې په سوونو ډالره مصرف کړی دی هغه خلک چې دپارلمان نه زیات زما په نظر هغوی دسینما دهیرو یاهیروینې دپاره مناسب او مناسبې دی هغوی به دافغان ملت څه سرنوشت وټاکی هغه نوماندانې چې پارلمان ورته دارایش ځای ښکاری هغوی به څنګه دهیواد ګټې وساتلی شی ، هغه نوماند او نوماندانې چې یا داولمپک په کومه کمیټۍ کې و یاورزش کاران وی او یاهم سندرغاړی وی هغوی دپارلمان په مقدساتو څه پوهیږی ، پارلمان خو دهغه خلکو ځای دی چې سیاسی شعور ولری ، ددولت دارۍ او حکومت دارۍ ځانګړتیاو نه خبر وی ، دملی مفادو ساتونکی وی ، او وکولی شی چې دپارلمان دلارې لازم خدمت وکړی ،
یقینی خبره ده چې په داسې وخت کې باید خلک په ډیرسوچ قدم پورته کړی او خپلې قیمتی رایې داسې چاته ورنه کړی چې هغوی له پارلمان ځنې فلم اندیسټری جوړه کړی ، بلکې رایه یو ملی امانت دی او باید داسې خلکو ته ورکړی شی چې هغه یې په پوره مانا وړتیا ولری ، دهرچا خپل خپل نظر خو ملالۍ شنواری دهغه وکیلانو په شمیر کې موږ راوستلی شو چې دافغانی کلتور دساتلو سره سره یې دافغانستان په سیاسی فضا کې خپل رول ادا کړی دی او باید داموقعه ورته بیاهم ورکړی شی چې دپارلمانی اقدارو او پارلمانی کلچر ساتنه وکړی .