افغان ولسمشر يو افغان هندو د خپل سلاکار په توګه ټاکلئ . د جمهوري رياست د چاروادارې په يوه خپاره سوي راپور کي راغلي چي نوموړى هندو شام لال بتيجا نوميږي او د ولسمشر دپاره به په اقتصادي چارو کي سلاکار وي . ولسمشر کرزي تر دې مخکي هم پخپلو ساتونکو کي يو افغان سيک په دنده ګمارلئ ؤ .
د يادوني وړ ده چي په پخوانيو حکومتونو کي هم افغان هندواڼو په حکومت کي د وزيرانو په توګه دندي ترسره کړي وې .