کور / تازه خبرونه / بغلان : د يوه طالب قوماندان په شمول د دريو تنو د نيول ادعا وسوه

بغلان : د يوه طالب قوماندان په شمول د دريو تنو د نيول ادعا وسوه

په بغلان ولايت کي د يوه طالب قوماندان په شمول د دريو تنو د نيولو ادعا وسوه . د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت د نيول سوي قوماندان نوم قاري ګل مېران وښودنوموړي وويل چي نوموړى قوماندان دخپلو دوو تنو ساتونکو سره هغه وخت ونيول سو چي غوښتل يې د خپلو ټپونو د درملني دپاره کوم ځاى ته ولاړ سي . نوموړي همدا ډول وويل چي نوموړى قوماندان درې ورځي مخکي د پوليسو سره په يوه نښته کي ژوبل سوي دئ .
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .