په غزني ولايت کي د يوې شخصي امنيتي کمپنۍ پنځه تنه ساتونکي ووژل سول . نوموړي ساتونکي چي د يوې شخصي کمپنۍ غړي ول او د غزني ولايت د واغظ په ولسوالۍ کي يې د سړک جوړه وني د يوه شخصي شرکت د کار کوونکو د ساتني مسئوليت يې په غاړه درلودئ د طالبانو په يوه بريد کي ووژل سول . د واغظ امنيه قوماندان د يادي پيښي پخلى کوي او وايي چي ياد کسان نن سهار د طالبانو په کمين کي هغه وخت ووژل سول چي کله يوې غونډۍ ته ختل . د دې تر مخه هم په ياده سيمه کي د طالبانو له لوري پر دا ډول کمپنيو بريدونه سوي چي مرګ ژوبله يې لرله .
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د يادي پيښي مسئوليت پر غاړه اخستى او وايي چي په ياده پېښه کي يې پنځه تنه وژلي ، صرف موټر يې سوځولى ، سلاوي او دوې پايې مخابرې يې دوى د ځانه سره وړي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه