په کندهار ښار کي دکندهار پر نړيوال هوايي ډګر باندي توغندوى توغول سوي . د کندهار ښار يوه امنيتي مسئول د نوم د نه خپرېدو په شرط وويل چي تېره شپه پر نوموړي هوايي ډګر پنځه توغندوى وتوغول سوې خو د تلفات په اړه يې معلومات نه لرل . په دې اړه تر اوسه کومي امنيتي سرچينې څه نه دي ويلي . بل لور ته د طالبانو وياند د نوموړو توغنديو مسئوليت پر خپله غاړه اخستى .