کور / تازه خبرونه / کندهار : دوه ملکي کسان د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل سوي

کندهار : دوه ملکي کسان د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل سوي

په کندهار ښار کي دوه تنه د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري وژل سوي . ياد کسان د کندهار ښار په اتمه حوزه کي تېره شپه وژل سوي د کندهار ښار د امنيې قوماندانۍ کشفي مرستيال ياده پېښه تائيدوي او وايي چي د پيښي سره د تړاو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيولي او په اړه يې پلټني پيل کړي .
د يادوني وړ ده چي د جمعې په ورځ سهار وختي هم دوه تنه د محکمې شاته نوشي جان او رورباد ته څېرمه په داسي حالت کي موندل سوي ول چي سرونه يې پرې او په ګونيو کي اچول سوي ول .