په افغانستان کې په سياسي او ټولنيزو بدلونونو، انقلابونو، جنګ- جګړو او دفاع کې لا هم د کلي رول تر ښار ډېر دى . یو علت يې ممکن دا وي، چې ښار لا ښاري اصول خپل کړي نه دي، چې د کلي مقابله وکړاى شي او يا تر دې غوره ځان له کلي پردى نکړي او په ټکر کې ورسره را نه شي، له بلې خوا د کلیو نفوس تر ښارونو څو چنده زیات دی او د کلي خلک د قومونو په تشکل کې د نظامي ټولیو او قطعاتو په شان منظم دي . په افغانستان کې د ۳۵۰۰۰ په خواوشا کۍ کلي دي، چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري .
په يوه بهرنۍ موسسه کې يوه تن د کارپوه په نوم کار کاوه، دى اصلاً يو مسلکي ځنګل وان و؛ خو دا يوه خبره يې د يوه کارپوه د خبرې په توګه ارزي چې ويل یې : موږ لويديځوالو دا يوه خبره ستاسو له اسلامي پوهانو نه زده کړې او د ښار او کلي توپير مو له منځه وړى دى . اوس زموږ په هېواد کې د غره په يوه لوړه څوکه کې پراته کلي ته برېښنا، سرک او د خبرتياو، پوهاوي او اړيکيو امکانات تللي دي . کلي مو هم روغتيايي خدمتونو، پاکو اوبو او د پوهنې امکاناتو ته لاسرسى لري او ښارونه مو هم؛ خو تاسو لا په داسې حال کې ياست، چې ښارونه مو هم بېوزله، وروسته پاتې او چټل دي؛ او هغه لږ څه چې ښارونه لري، په کليو کې هغه هم نشته . ستاسو په ښارونو کې وچ تقليد، فېشن او ظاهري ځل و بل يو څه شته، د ښار خلک په دغو ظاهري شيانو کې ډوب شي، پاسته، نرم او ارام شي؛ نو د کليو شخ، شډل او کلک خلک، چې کله موقع پيدا کړي، ښارونه چور او تالان کړي او په دې غوبل کې لړزاند او کمزوري حکومتونه هم ونړېږي او يو څه روزل شوي کادرونه مو يا د مرګ او يا د پردېسۍ مسافر شي .
د وروستيو دېرش کلنو جګړو د تحليل په اړه يوه افغان ليکوال او سياستپوه دې نتيجې ته رسېدلى و، چې دا جګړې هم د ښار او کلي له ټولنيز توپير څخه راولاړې شوې وې . دی وايي، چې دمرحوم اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کې به ښاري هلکانو له خپلو کليوالو ټولګيوالو سره په پوهنتون او ليليه ښوونځيو کې هېڅ ښه برخورد نه کاوه او “اطرافي” او “صحرايي” به يې ګڼل . ځانونه يې د امريکا او اروپا په سويه ګڼل. په کابل کې هغه وخت هم لکه اوس چې بوش مارکيټ دى، نکسن مارکيټ و او کابليو نجونو او هلکانو به پکې ليلامي امريکايي لباسونه اخيستل او په ډېر ویاړ به یې اغوستل، او ځان به پرې له نورو لوړ ګاڼه .
کليوالو د دې په وړاندې دوه ډوله عکس العمل وښود: لومړۍ ډلې غوښتل، چې دوى هم عصري شي او دا موجود هغه له منځه یوسي؛ نو يې په ځان کاڼى، سنګر، مورچل، جنګي، جدي، زړور، مبارز، اتل، څه او څه نومونه کېښودل او د هغه وخت د موجود نظام د چپه کېدو او د نوي عصري نظام د جوړېدو په تکل کې شول . بلې ډلې دا عکس العمل وښود، چې پخپلو کلکو اسلامي او کليوالو عنعنو پورې ونښلي او د ښار دا هر څه د کفر، بې دينۍ او الحاد په نوم رد کړي .
لومړۍ ډلې کليوالو د شاهي او جمهوري نظامونو تختې ونړولې خو ددې په ځای چې پوه شي، اصلي ځواک په کليو کې دى؛ نو بيا دوى ښاريان شوي و او د خپلو کليوالو سره په ټکر کې شول او د هغوی په وژلو او بمبارولو يې پيل کړی و.
په تېرو وختونو کې د ښار واکمنان لږ هوښيار وو، د کليو ملکان يې په لاس کې اخيستي او په هره دره کې يې يو سيد، روحاني او پير کېنولى و، چې زيږه، شډل او زړور کليوال يې په دې خبره غلي کول، چې پاچا د خداى سيورى او اطاعت يې واجب دى؛ خو چې ځوانو کليوالو د خپلو نورو کليوالو پر ضد، چې د دوى خلاف نظريه يې عملي کول غوښتل، جګړه پيل کړه؛ نو دوى بيا ددغو ملکانو، سيدانو او پيرانو نفوذ هم راکم او حتى پاى ته ورساوه . په را وروستيو وختونو کې د کليو د محلي با نفوذه قوتونو په توازن کې بدلون راغى . د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړوپه ولسونو کې ځینې ځوانان په خليج کې له مزدورۍ راګرځي او تر ځايي ملکانو يې اقتصاد په چټک ډول اوچتېږي، حجره، دېره، میلمه، یار اودوست پېدا کوي او د پخواني مشر؛ مشرتوب چلنجوي . له مدرسو څخه نوي فارغ شوي ځوانو مولویانو هم د جادويي مشرتابه خواص پيدا کړي او د نوو مشرانو په ډله کې راغلي دي . پخواني ملکان زياتره ښارونو ته لېږدېدلي او اولادونه يې تعليم يافته شوي او دا چې د کليو د زيږه ژوند په نسبت يې د ښارونو د پاسته ژوند خواص خپل کړي دي، اوس عملا د کلیو مشران نه دي . د جهاد پر مهال د مجاهدینو سرګروپان او قوماندانان هم د کلیو عملي مشران دي، او خبرې او نظر ته یې په درنه سترګه کتل کیږي .
نويو نفوذ ته رسېدليو مشرانو زياتره پخواني مشران یا په فزیکي او یا هم د نفوذ له مخې له منځه وړي او ميدان يې ځانته خالي کړى دى .
د ښار او کلي جګړه لا روانه او تر منځ یې فاصله موجوده ده، تر څو چې دغه جګړه او فاصله موجوده وي،په دې هیواد کې د تمدن، ثبات او پرمختګ تمه نه ده پکار.
د انقلابي دورې په سیاستونو کې تر ۸۰٪ پورې مشران د کلیو هغه ځوانان دي، چې په ښارونو کې زیاتره په لیلیه ښوونځیو او مدرسو کې زده کړې کړې دي او مشرتوب یې نیولی دی .
کلیو او کلیوالو سیمو ته په سیاست اواقتصادي وده کې خاصه توجه پکار ده،چې دجامع پروګرامونو د جوړېدا او پلي کولو له لارې باید تر سره شي .