دغوږو کچـــــکول می واچــــــوه په غاړه
دښــــــار هر وره کی شوم ستړی په ولاړه
ما ویل خیر به پکښی ترنګ درباب راوړم
چا ویل کـــــــډه دربـــــاب خو پرون لاړه
ای غلـــیمه زما سمسور وطن دی وران کړ
چـــــنار مات ٬ ګودر دی پاتی څمکه شاړه
دا ښـــامار به مو تر څو وینی دزړه خوری
شــــــــازلمیه وخت دننګ دی مخ مه نغاړه
وار زمـــــــا دی غچ به اخــــلمه پښتون یم
بس دی موری اوښـــکی پاکی کړه مه ژاړه
د (فیضــــــی) قلمه تیز لکه خنــــــجر شـه
ورته مــــــات یی کړه پښتی او ژامه دواړه