د خوست د اسماعيل خېلو د مندوزيو ولسوالۍ اړوند په تېره چاودنه کي چي په يوه جومات کي رامنځ ته سوې وه او پکښي ولسي جرګې ته نوماند مولوي سعيدالله سعيد په ګډون پنځه ويشتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .
ژوبل سوئ مولوي سعيدالله سعيد په روغتون کي د هماغه ټپونه له امله چي په ياده چاودنه کي ور پېښ سوي ول ساه ورکړه .
د طالبانو وياند وايي چي دوى په مسجدونو کي چاودني نه کوي او دا چاودنه او د ملکي کسانو وژنه يې وغندله .