د سرِ پل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کي څوارلس کلي دله منځه تلو د ګواښ سره مخامخ دي . د نوموړي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چي د جي سيند دبندو سوو اوبو د خلاصېدو په وخت کي دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او څوارلس کلي يې د ا وبو د ګواښ سره مخ دي . د سرِ پل د ولايتي شورا يوغړى وايي چي اوبو درې کلي لاندي کړي دي چي له امله يې اووه سوه کورنۍ بېځايه سوي ، پنځه زره جريبه کرنيزه ځمکه يې له منځه وړې او د دوو کسانو ژوند يې اخستى دئ .
د يادوني وړ ده چي تېره مياشت د نارکوا په نوم د غره د ښوئېدو له امله د جي په نوم سيند بند سوى ؤ .